د لاسرسي ځای

تازه خبر

"وسله وال د حوالې له لارې پيسې ترلاسه کوي"


د امريکې بهرنيوو چارو وزارت په يو رپورټ کې ويلي چې د حوالې له لارې په غيرقانوني ډول د پيسو ليږل په پاکستان او افغانستان کې نه يوازې د منظمو جرمونو زياتولو سره مرسته کوي بلکې ترهګرۍ ته هم وده ورکوي. د دې رپورټ په اړه تر اوسه پاکستان او افغانستان څه نه دي ويلي.

د مارچ په دريمه خپاره شوي، د امريکې د بهرنيوو چارو وزارت رپورټ کې ويل شوي چې پاکستان کې له دوو وجو د غيرقانوني پيسو مخه نه نيول کيږي. يو دا چې دلته اړونده ادارې پوره وړتيا نه لري او بله دا چې ځينې نورې ادارې د سياسي هوډ نه درلودو له وجې د دې کار مخه نه نيسي. په رپوټ کې زياته شوې چې د جعلي کاروباري کمپنيوو، حوالو او ځينو نورو لارو جنايي او وسله والې ډلې خپلو فعاليتونو لپاره پيسې برابروي.

د امريکې د بهرنيوو چارو وزارت په رپورټ کې راغلي چې ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان له خوا د ترهګرۍ ځپلو لپاره اعلان کړي قامي ايکشن پلان يو مهم هدف د ترهګرو ډلو د مالي سرچينو ختمول وو خو دا کار نه دی شوی.

کله چې د حافظ سعيد په مشرۍ پاکستان مېشته جماعت الدعوه ډله د هندوستان په ممبئ کې د ۲۰۰۸ کال بريد وروسته ملګرو ملتونو او امريکا د ترهګرو په ليست کې واچوله نو بينک اکاونټونه يې کنګل شول. خو دې ډلې د فلاح انسانيت په بدل نامه فعاليت پيل کړ او مشر يې حافظ سعيد ازاد خپلې جلسې او تقريرونه ونه درول.

تر څو پورې چې د ترهګرۍ پر ضد صادقانه کار ونه شي، وسله والو ته د پيسو لارې نه بنديږي

د دفاعي چارو څېړونکې ډاکټر عايشه صديقه وايي پاکستان د ترهګرو ډلو پر مالي سرچينو سترګې پټوي. هغه زياتوي: ((د دې وجه د حکومت سياسي هوډ نه درلودل دي. امنيتي ادارې هم په دې اړه څه نه کول غواړي. که د وسله والو ډلو فعاليتونو ته مالي سرچينې برابرېږي او په دې اړه څه حساب کتاب نه وي بيا خو دا ضروري نه ده چې پيسې دې له بهرنيوو لارو راشي. يو خو دلته هيڅ بنديز نشته. کوم چې شته دی هغه پر ځينو ډلو دی. په افرادو نه دی. پر دې پابندي نشته چې څوک څه قسمه اکاونټ خلاصوي.))

پر پاکستان تور دی چې د افغان طالبانو او هند مخالفه وسله والو ډلو ملاتړ کوي او په خپله خاوره يې ځای ورکړی. اسلام اباد کشمېر کې جنګيدونکې ډلې خپلواکۍ ګټونکې بولي او د طالبانو په اړه وايي چې دوی د ټولو وسله والو پر ضد بې توپيره عمليات کوي. په دې وروستيوو کې حافظ سعيد پر کور نظر بند شوی دی.

د امريکې د بهرنيوو چارو وزارت په خپل رپورټ کې ويلي چې ځينې ډلې او افراد د افغانستان او پاکستان پر اوږدې پولې د غيرقانوني شيانو لکه نشه يي توکو کاروبار کوي او پيسې هم په اسانه انتقالوي. رپورټ کې راغلې چې په پاکستان او افغانستان کې وسله وال د (Money Laundering) يا د تورو يعني غيرقانوني پيسو سپينولو له لارې د خپلو جګړو او جرمونو لپاره هر کال په ميليونو ډالر پيدا کوي.

له دې او حوالې له لارې له ځينو ملکونو په ځانګړې ډول عرب هيوادونو څخه هرکال په لکونو ډالر افغانستان او پاکستان ته ځي چې د چارواکو په خبره ډيرې يې د وسله والو لاس ته لويږي.

ويډيو: افغان ځواکونو د طالبانو لپاره د پيسو يو برابرونکی نيولی

کابل کې د شخړو د حل او سولې د مطالعاتو د مرکز مشر محمد حليم کوثري وايي د دې کار مخنيوي لپاره بايد پاکستان او افغانستان او ځيني نور هيوادونو د ترهګرۍ پر ضد صادقانه کار وکړي او خلکو کې دا عامه پوهاوی ډير کړل شي چې ځينو افرادو او مدرسو ته چندې ورکول د ترهګرو په ملاتړ تماميدلی شي.

هغه زياتوي: ((دا اوس چې موږ د طالبانو، القاعده او نورو جنګونو ګورو نو حواله دا د وسله والو ډلو د مالي ضرورتونو پوره کولو لپاره يوه وړه دروازه ده. ډېرې نورې لارې دي چې وسله والو ته پرې پيسې راځي. مخنيوی یې يوازې د سيمه ييزو هيوادو په همکارۍ پورې تړلی.))

د امريکې بهرنيوو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان پر حکومتونو غږ کړی چې جنايتکارانو او وسله والو ډلو ته د پيسو رسېدو مخنيوي لپاره بايد د قاچاق مخه ونيسي، پر حوالو څارنه ډېره کړي او خپل بانکي سيستمونه قوي کړي.

XS
SM
MD
LG