د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملي محور: غیر متمرکز نظام د افغانستان په زیان دی


د ملي محور ګوند فعالان او یو شمېر روڼ اندي وايي، هغه کسان چې د افغانستان په اوسنیو حساسو سیاسي او امنیتي شرایطو کې د پارلماني او فدرالي نظام خبرې راپورته کوي، غواړي چې لدې لارې خپلې شخصي او ګوندي ګټې خوندې کړي.

دوی چې د جمعې په ورځ په خوست کې د ریاستي، پارلماني او مختلطونظامونو د څرنګوالي په بابد مدني فعالانو، روڼ اندو او د سیاسي ګوندونو د غړو یو بحث ترتیب کړی وو، زیاتوله چې غیر متمرکز نظام جنګسالاران پیاوړي کوي او هېواد سیاسي بې ثباتی لوري ته بیايي.

د ملي محور ویاند نظیم سمون مشال راډیو ته وویل، چې ستونزه د نظام په ډول کې نده، بلکې اساسي ستونزه په خپلسریو او قانون ماتونو کې ده.

نظیم سمون زیاته کړه:

((که واک غیر متمرکز شي، ښکاره ده چې محلي جنګسالاران پیاوړي کیږي، بې ثباتي او خپلسري زیاتیږي، د مرکزي حکومت کنټرول نهایتاً ضعیفیږي او بالاخره افغانستان سیاسي بې ثباتی خواته ځي، نو دغه نسبي ثبات چې موجود دی، دا د دې متمرکز نظام برکت دی او موږ غواړو چې ټولو ولسونو ته دا پوهاوی ورکړو، چې زموږه ستونزه د نظام په ډول کې نده، بلکې زموږ ستونزه په فساد کې ده، زموږه ستونزه په خپلسری کې ده او زموږه ستونزه د قانون په نقض کې ده.))

د خوست یو قومي مشر موسی جان ځدراڼ هم وايي، چې په اساسي قانون کې د ټولنې ټولو افرادو ته د سیاسي او مدني فعالیتونو ضمانت شوی او د نظام په ډول کې ستونزه نشته:

((اساسي قانون د افغانستان د خلکو په هر اړخیزه سنجونه باندې جوړ شوی دی، سیاسي ګوندونه، د پارلمان واکونه، د کابینې صلاحیتونه او په همدې ترتیب د قضاييه قواوو د عدل تطبیقولو ته زمینه برابره ده، نو موږ پدې وجه متیقین یو چې دا مختلط متمرکز نظام به د افغانستان د خلکو لپاره ګټمن وي.))

د افغانستان د حقوق پوهانو د شبکې مشر محمداجمل هوډمن وايي، ځنې خلک په افغانستان کې د پارلماني او فدرالي نظام مسالې د سیاسي ګټو د ترلاسه کولو او د نظام د چالش کولو په موخه راپورته کوي.

ښاغلی هوډمن وايي:

((تر اوسه پورې چې د کومو ډلو، اشخاصو او افرادو لخوا نه چې د سیاسي نظام د بدلون خبره مطرح شوې ده، دا یوه هم د ملي مفاداتو پر اساس باندې نه ده، د دوی د خپلو شخصي او ډله ییزو ګټو په بناء باندې دا غوښتنې مطرح کیږي، دوی د دې لپاره چې په دولت باندې د ډېرو سیاسي ګټو د لاسته راوړلو لپاره فشار راوړي، دوی خپلې غوښتنې جدي مطرح کوي، د عدم تمرکز خبره کوي چې دا ډېر ماناوې لرلی شي، حتی تجزیه ممکن پدې کې یو بحث وي.))

د افغانستان د علومو اکاډمي غړي اکبرجان فولاد ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، د دې هېواد د روڼ اندو یوه تکراري نیمګړتیا داده چې تر ډېره د ځنو ملي او نړیوالو مسالو په باب هغه وخت خپل دريځ په ډاګه کوي، چې ستونزه او مشکل واقع شي،سره لدې چې د ځنو مسالو په ناوړو پایلو پوهیږي او بیا هم چوپ پاتې کیږي.

نوموړي نویو الکټرونیکي تذکرو ته اشاره وکړه او ويې ویل، کچیرې په تذکرو کې دا سمونې له پیله شويوای، نو دومره لاریونونو او سیاسي کمکشونو ته به اړتیا نه وه پېښه شوې.

XS
SM
MD
LG