د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان کرکټ سپرلیګ فاینل به لاهور کې کیږي


د پاکستان سپر ليګ کرکټ مېچونه دا وخت په دبئ کې روان دي خو د کرکټ فاينل به د پنجاب صوبې لاهور ښار کې لوبېږي۔

خوا و شا اته کلونه پس په خپله خاوره د کرکټ مېچونو په اړه د پاکستان ځوان کول ډیر خوشاله دی او چې له دې سره به نه يواځې خلکو ته د خوشالۍ موقع مېلاو شي بلکې په نړيواله کچه به د پاکستان مثبت تصویر وړاندې کړل شي او دا راز به په دې هېوادکې یو وار بیا نړیوال کرکټ بحال شي.

په لاهور ښار کې د پاکستانسپر ليګ کرکټ د سياليو د فاینل لوبې اعلان شوی دی. په 2009 کې د سري لنکا د کرکټ په لوبډله د وسله وال برید وروسته په اول وار دغه ډول سیالۍ کیږي چې لوجې یې خلک ډیر خوشاله دي او د دغه لوبې د کتلو لپاره د ټکټونو اخیستلو هڅې کوي.

په دې ورستيو کې په پاکستان کې د ترهه ګرۍ روانې لړۍ له وجې په دې هېواد کې د فاينل مقابله د ځنډ ښکار شوه خو څو ورځې وړاندې د پنجاب صوبې حکومت او امنيتي ادارو د حالاتو د جاج اخيستو ورستو دا لوبه په لاهور کې د کولو پفېصله وکړه۔

د دې اعلان ورستو د بېلا بېلې خلکو او ځينې سياسي ګوندونو په صوبايي حکومت نیوکی هم کړي او دا یې یوه جذباتي فېصله ګرځولی ده.

خو بل خوا د پاکستان ځوان کول د حکومت په دې اعلان د خوشالۍ څرګندونې کوي او وايي چې که حالات هر قسمه وي خو په پاکستان کې د کرکټ مېچ کېدل د دوي لپاره ډيره د خوشالۍ خبره ده۔

”زما نامه الياس ده. په لاهور کې د پي اېس ايل مېچ کېدل يوه ښه خبره ده او ټول خلک د دې لوبې لپاره تياريانې کوي. زه به هم کوشش کوم چې د دغه خلکو په شان فاينل مېچ کتلو له لاړ شم۔دا يوه ډیره ښکلې موقع ده او غواړم چې خوند ترې واخلم“

”زما نوم ذيشان دی. موږ د کرکټ فاينل مېچ ته ډېر خوشاله يو. او موږ به ډيرې دعاګانې کولې چي د پي ايس ايل فاینل دې په پاکستان کې وشي ځکه چې موږ کرکټ سره ډېره مينه لرو او دې مېچ سره به زموږ د لوبو مېدانونه بيا آباد شي“

”زما نوم فهيم دې. په لاهور کې له دې لوبې فاينل کېدو سره د پي اېس ايل چې کوم اصل مقصد وو هغه تر لاسه کېدی شي۔ له اتو کلونو راهیسې په پاکستان کې انټرنېشنل کرکټ نه دی شوی نو زما په خيا ل دا يوه ډېره ښه فيصله ده او له دې سره به په پاکستان کې د کرکټ لوبې ته لارې خلاصې شي“

د ځوانانو په وينا په دې مېچ کې که هر څوک ګټي او بايلي خو اصل مقصد ولس ته په دې کړکيچن چاپيريال کې د خوشحالۍ موقعې ورکول دي او له دې لارې به نړۍ ته دا پېغام ورکړل شي چې د پاکستان خلک امن خوښونکی قام دی۔دغه ځوانان زیاتوي:

”زما نامه انورزيب ده. په پي اېس ايل کې دا خبره نه ده چې ګني يوه صوبه به یې وګټي يا بله به یې وګټي بلکې دې سره به انټر نېشنل کرکټ پاکستان ته راشي او ولس ته به د تفرېح موقع مېلاو شي“

”زه عماد الله يم. د پي اېس ايل په اړه زه دا وايم چې صرف فاينل مېچ نه بلکې دلته نور مېچونه هم کول پکار دي ۔ځکه چې دې سره به د پاکستان کرکټ بورډ مخ په وړاندې لاړ شي، ترقي به وکړي او په نړۍ کې به يې يو نوم جوړ شي. په نن سبا وخت کې بله کومهانټرنېشنل لوبډله پاکستان ته راتلو ته تياره نه ده نو که هلې ځلې وشي نو يو خو به د نورو هېوادونو لوبډلې پاکستان ته راشي بلکې زموږ د ځوان کول لپاره به کرکټ اکېډمۍ آبادې شي“

د پاکستان پوځ ، د پنجاب صوبې انتظامي او امنيتي ادارې وايې چې د دې لوبې لپاره به هر قسمه امنيتي ګامونه پورته کوي او دا وخت هم د لاهور په قذافي کرکټ سټېډیم کې دې لپاره تياریانې روانې دي.

د پاکستان کرکټ بورډ او پاکستان سپر ليګ د شيډیول تر مخه فاينل مېچ به په پنځم مارچ په لاهور کې کیږي.

په دې سياليو کې تر دې دمه د کوټې ګلېډيېټرز ټيم فائنل ته رسېدلی او د دوېمې لوبډلې فېصله به د جمعې په ورځ کېدونکي مېچ کې وشي.

د جمعې په ورځ کېدونکي مېچ کې به د پېښور ځلمي مقابله د کراچۍ لوبډلې سره وي.

XS
SM
MD
LG