د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله حبیبي: افغان ځواکونه نوي جنګي فصل ته تیاری کوي


د افغانستان ملي دفاع وزیر ستر جنرال عبدالله حبیبي وايي، چې افغان ځواکونه د ژمي په دې شپو ورځو کې د نوي جنګي فصل لپاره پر تیاریو بوخت دي.

نوموړي چې د چهارشنبې په ورځ په خوست کې د ملي اردو د اولې پلې لواء د سرتیرو، افسرانو او جزوتامونو له پوځي تیاریو کتنه کوله، د هوايي ځواک پر پیاوړتیا يې هم ټېنګار وکړ او زیاته يې کړه، چې د راتلونکو څلورو کلونو په موده کې به په افغان هوايي ځواک کې د اړتیا وړ نوې جنګي او ترانسپورټي الوتکې شاملې شي.

د افغانستان د دفاع وزیر په خوست کې د رسنیو خبریالانو ته وویل، هغه پلانونه او پوځي اکمالات چې د جګړو د نوي فصل لپاره ضرور دي، پرې کار روان دی.

سترجنرال عبدالله حبیبي وايي:

"دلته موږ په اولې پلې لواء کې ټول راټول شوي یو او د افسرانو او سربازانو احضارات ګورو، د نوي جنګي فصل لپاره خپل ځانونه چمتو کوو، په همدې ژمي موسم کې موږ خپل ټول اکمالات او ټول پلانونه چې د نوي جنګي فصل لپاره په کار دي، اوس مو جوړ کړي او د نوي جنګي فصل لپاره تیاری نیسو."

ویل کیږي، چې په جګړو کې د نورو کلونو په پرتله د افغان سرتیرو او افسرانو تلفات لدې کبله ډېر شوي، چې د هوايي ځواک پوره مرسته ورسره نشته، خو د ملي دفاع وزیر وايي چې تر راتلونکو څلورو کلونو به د افغان پوځ هوايي ځواک پیاوړی شي.

نوموړی زیاتوي:

"موږ پدې راتلونکو څلورو کلونو کې یو قوي پلان لرو تر څو خپل هوايي پوځ ته انکشاف ورکړو، موږ به پدې څلور کلن پلان کې هم جنګي طیارې، هم ترانسپورټي طیارې په هوايي پوځ کې شاملوو او د هوايي پوځ تیاری به نور هم لوړیږي."

بل لوري ته د خوست د پلې لواء سرتیري هم د خلکو په همکاری ډاډه دي او وايي کولای شي، خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي.

دوه تنه سرتیري رحمت الله او زیت الله وايي، چې وسلوالو ته به اجازه ورنکړي چې د خلکو ژوند وګواښي او یا د ولس د ژوند پر وړاندې نورې ستونزې جوړې کړي.

یاده دې وي، چې په افغانستان کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځې په ویاړ د ملي اردو د قول اردوګانو، فرقو او لواوو له منځه د خوست د ملي اردو پلې لواء ته د شایسته لواء لقب ورکړل شو، په هغه ورځ د شایسته لواء نوار د خوست د اولې پلې لواء په بیرغ کې د ولسمشر محمداشرف غني لخوا وټومبل شو.

XS
SM
MD
LG