د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار:ډورن برید د طالبانو یو قومندان په ګډون څلور وسله وال وژلي


د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د هوايي برید په پايله کې څلور مهم وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي د چارشنبې په ماځيګر شاوخوا څلورنیمې بجې بې پيلوټه الوتکې د لعلپورې ولسوالۍ په چکنور سیمه هوايي بمبار کړی.

د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي په دې بمبار کې د دولت مهم وسله وال مخالفين وژل شوي خو کره شمېره يې نه ده معلومه.

خو له سیمې یوې باوري سرچينې مشال راډيو ته ويلي چې په دې بمبار کې د مولوي محمد الیاس په نوم د جنوب خراسان طالبان د ډلې مشر او د هغه درې ملګري وژل شوي دي.

دارنګه یاده سرچينه وايي په دې بمبار کې څلور قومي مشران هم وژل شوي دي.

ځينې باوري سرچينې وايي جنوب خراسان طالبان نوې ډله ده چې په دې وروستیو کې يي په لعلپورې ولسوالۍ کې د افغان دولت پرضد يې فعالیت پيل کړی و.

تر دا مهاله وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG