د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار سوداګرو د تورخم د لارې د خلاصيدو غوښتنه کوي


په جلال اباد کې د ختيځو ولایتونو د سوداګرۍ او صنایعو خونو استازو په يوه ګډ خبري کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان په دولتونو غږ وکړ چې د تورخم دروازه دې د سوداګريزو چارو پر مخ خلاصه کړي او په هغه تړون دې له سره غور وشي چې د دواړو ملکونو د سوداګریزو چارو په هکله حکومتونو لاسليک کړی دی.

د تېرو دولسو ورځو راهیسې د پاکستان حکومت افغانستان سره ټولې ځمکنۍ لارې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلي چې له امله يې د افغان سوداګرو د خوراکي او غير خوراکي توکو په سلګونو ډکې لارۍ بندې پاتې دي.

د افغانستان د خيتځو ولایتونو د سوداګرۍ او صنایعو خونو د سېشنبې په ورځ په يوه ګډ خبري کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان له دولتونو څخه غوښتنه وکړه چې د دوی سوداګریزې چارې دې د خپلو سياستونو څخه نه قرباني کوي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې يو تن استازي حاجی خواجه محمد په دې خبري ناسته کې وويل، دواړه دولتونو دې خپلې ستونزې د ډيپلوماټيکو لارو حل کړي او د ولسونو او سوداګريزو چارو پر مخ دې ځمکنۍ لارې خلاصې کړي.

(( دا مشکل يوازې د افغانستان تجارانو ته نه دی، بلکې د پاکستان تجاران يې هم زیانمن کړي. دا اوس چې څومره بارووړنکي موټر د تورخم هاغاړه ولاړې دي، د ټولو تاوان تجارانو ته رسيږي. تجاران د سياسي اختلافاتو ښکار شوي دي. موږ غواړو چې افغانستان او پاکستان دې خپل سیاسي مسایل د ډيپلوماتيکو لارو څخه حل کړي.))

د لغمان ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونو مشر حاجي شريف په خپلو خبرو کې وویل، که دواړو دولتونو د لارو په خلاصولو غور ونه کړو، دوی د خپلو سوداګريزو چارو لپاره بديلي لارې موندلي دي.

(( که چېرې په دې مسله دواړو دولتونو غور ونه کړو، موږ بديلي لارو لټوو، نه، بلکې لرو يې، شېر خان بندر دی، تورغونډۍ ده، بندرعباس دی او دوه درې سرحدونه هم موږ لرو چې خپلې سوداګريزې چارې پرې مخته یوسو.))

د کونړ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونو استازي محمد جلال وویل، د پاکستان او افغانستان د سوداګرو تر منځ کې د افټا په نوم کوم سوداګريز ټړون دواړو دولتونو لاسليک کړی، يو خو ناقص دی او بل دا چې پاکستان ورته ژمن نه دی.

(( د افغانستان او پاکستان د تجارانو تر منځ چې د افټا په نوم کوم تړون دولتونو کړی دی، تر اوسه ورته پاکستان هيڅ پام نه دی کړی، یو سیاسي مشکل چې پیدا شي نو فشار په افغاني تجارانو راوړي چې په ميلونونو ډالر هره ورځ موږ ته تاوان رسوي. دواړه هېوداونه دې کېنې او د افټا په تړون دې صحح غور وکړي چې ولسونو او ملکونو ته په کې ګټه وي.))

د افغانستان د ختيځو ولایتونو د سوداګرۍ او صنایعو خونو استازي وايي د تورخم د لارې په بندېدو چې څومره تاوان افغان سوداګرو ته اوړي، د هغې څو برابره د پاکستان سوداګرو ته اوړي، دوی د دواړو دولتونو څخه غوښتنه کوي چې سوداګريزې چارې دې د سياسي ملحوظاتو نه قرباني کوي.

XS
SM
MD
LG