د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګډونوال: په خوست کې د ځمکو چور او فساد نه منو


د سېشنبې په ورځ د خوست سلګونو اوسیدونکو چې په ترکیب کې يې قومي مخور، مدني فعالان او د ولایتي شورا یو شمېرغړي شامل ول، په یوه غونډه کې ځايي اداره په فساد او د ځمکو په چور او تالان تورنه کړه.

دوی ویل، چې په یاد ولایت کې اداري فساد، د ځمکو چور او تالان، په پرمختیايي پروژو کې کمیشن اخیستنې، فیصدی او نورو ناخوالو دوی په تنګ کړي او تر دې وروسته دا حالت نه شي زغملای.

د خوست د ولایتي شورا وکیل قدیم افغان وویل، چې په یاد ولایت کې د شته ستونزو یوازینی حل دادی چې د خوست په مشرتابه کې دې بدلون راشي.

قدیم افغان زیاتوي:

((په ولایتي اداره په ځانګړي ډول والي کې فساد شتون لري، غصب کوي، په پروژو کې فیصدي اخلي، متوازن انکشاف نشته، د قومونو په منځ کې ستونزې پیدا کوي، نو خلک په تنګ راغلي دي او د خلکو غږ داده چې والي دې نور دلته نه وي.))

د غونډې یو تن تابیا کوونکي عبدالولي واحدزي د غونډې ګډونوالو ته په خبرو کې ګواښ وکړ، کچیرې د افغان حکومت مشرتابه يې غږ وانه وري، لاریونونو به وکړي او دا لړۍ به روانه وساتي.

واحدزی وړاندې وايي:

((په ولسمشر باندې غږ کوو، کچیرې زموږ اواز تر یوې میاشتې پورې واوریدل شو او دغه والي دې له خوسته لیرې کړو، نو لیرې به يې کړې او کنه د عواقبو مسوولیت به يې په خپله د ولسمشر پر غاړه وي، ځکه مخکې د خوست ولس راپورته شو، خو ولسمشر نه غوښتل، تر څو چې موږ ۲۳ تنه شهیدان ورکړل.))

د غونډې ګډونوال ګل رسول د ولایت پر چارو نیوکه وکړه، چې د ولایت چارې شعاري او نمایشي دي:

((هغه ستونزې چې په خوست کې دي، خلک ورځنې تر پوزې راغلي دي، نور موږ په خوست کې والي صیب قطعاً نه غواړو ځکه چې دلته ټول کارونه نمایشي او شعاري دي، خوست نور دروغ نشي زغملای.))

بلخوا د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ وايي، چې ولایتي ادارې د خپلو امکاناتو سره سم په خوست کې د فساد د مخنیوي په خاطر پوره هڅې کړي او اوس هم د بیان د ازادی د اصل په رڼا کې هر څوک کولای شي، خپلې غوښتنې او ستونزې دوی سره شریکې کړي.

مبارزمحمد ځدراڼ وویل:

((غونډې او کنفرانسونه دا د بیان د ازادۍ د اصل پر بنیاد د هر افغان او وګړي حق دی، هر افغان او خوستی چې په هر ځای کې ستونزه احساسوي، نو دوی کولای شي، د ولایت مقام او نورو ځايي ادارو سره يې په ازادانه توګه د اسنادو پر بنسټشریک کړي.))

د یادونې وړ ده څه نا څه دوه کاله وړاندې د خوست زرګونو اوسیدونکو په یاد ولایت کې د پخواني د ګواښه کېدو د غوښتنې لپاره پراخې غونډې او لاریونونه کړي ول، چې وروسته پر یو سوله ییز لاریون په ځانمرګي برید کې خواوشا شل کسان مړه او تر اتیاوو زیات کسان په کې ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG