د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار صنعتکارانو ته د تورخم بندېدو تاوان رسولی


د فبرورۍ پر ۱۶مه نېټه د پاکستان په سيند صوبه کې د لعل شهباز قلندر په مزار کې تر خونړي ځانمرګي برید وروسته چې درنه مرګ - ژوبله يې واړوله، د پاکستان حکومت له افغانستان سره ځمکنۍ لارې د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړلې.

د ننګرهار صنعتکاران وايي چې د تورخم دروازې له بندېدو يې د کارخانو خام مواد په تورخم کې بند پاتې دي. دوی د افغانستان او پاکستان له دولتونو غوښتنه کوي چې د تورخم دروازه دې د سوداګریزو چارو پر مخ خلاصه کړي.

د ننګرهار صنعتکاران وايي چې دوی د خپلو کارخانو لپاره له پاکستان او چين هېوادونو خام مواد واردوي چې د تورخم د لارې په بندېدو سره د دوی د کارخانو تولیدي چارې ټکنۍ شوي دي.


د صنعتکارانو اتحاديې مشر حاجي تورملنګ وايي، د تېرو څو ورځو راهيسې يې په تورخم کې د خامو موادو ډکې لارې ولاړې دي، دی له دواړو دولتونو څخه غوښتنه کوي چې د تورخم دروازه دې د سوداګریزو چارو پر مخ خلاصه کړي.

"د تورخم د دروازې د بندېدو ډير اثرات په ننګرهار شوی دی بیا د ننګرهار په صنعتکارانو شوی دی. موږ جدي غوښتنه کوو چې که د بهرنیو چارو وزارت له لارې وي او که د هرې لارې وي، باید د تورخم دروازه پرانستل شي. زما خپله لس لارۍ په بندې پاتې دي. خام مواد دي چې ګول سيخ ترینه جوړېږي. دا پينخلسمه ورځ ده چې له کراچي نه مې رابار کړي خو اوس په لاره بندې پاتې دي. سياست او دولتونه چې په خپلو منځو کې څه کوي، هغه دې وکړي خو دغه د تورخم لاره دې د خلکو پر مخ نه بندوي."

په ننګرهار کې د شوکاڼيو د را-اېستو او لېږدولو اتحاديې مشر حاجي ولي خوږياڼی وايي، د تورخم او چمن د دروازو بندول د دواړو ملکونو د ولسونو اقتصاد ته سخته زیان رسولی دی.

"زما هیله د پاکستان او افغانستان له دولتونو دا ده چې په سیاسي لوبو کې دې دوی د خپلو ملتونو ګټې په خطر کې نه اچوي، دواړه خواوې دې سره کېنې او ستونزه دې حل کړي، زموږ په سلګونه لارۍ اوس په تورخم کې ولاړې دي چې ضرر يې هغو زرګونو خلکو ته رسېږي چې د کاڼیو په را-اېستلو او لېږدولو بوخت دي. نو موږ دې د سیاسي لوبو نه ښکار کوي."

په ننګرهار کې د خالصو غوړيو فابریکې مشر انجېنبر محمد قاسم یوسفي وايي که د پاکستان حکومت نه غواړي چې له افغانستان سره سوداګریزو چارو ته دوام ورکړي، نو خصوصي سکتور ته په کار ده چې په متبادلو لارو غور وکړي.

"دلته سیاست او تجارت سره تړل کېږي او همدا علت دی چې زموږ ملیتونه پرمختګ نه شي کولای. د دورازو او لارو بندول په لنډمهاله کې زموږ تجارت او فابریکو ته سخت تاوان رسوي. ځکه زموږ لاین داسې برابر شوی چې موږ ډېر شیان په همدې لاره استوو. که افغان دولت د پاکستان دولت قانع کولای نه شي او یا د پاکستان دولت دا فیصله کړي وي چې موږ ته ستونزې راپيدا کړي، نو مسله له خصوصي سيکتور سره شريکول په کار ده چې د سوداګريزو چارو لپاره نورې لارې ولټوي."

د ننګرهار صنعتکاران وايي چې دوی په دغه ولایتکې تر يو نيم سلو پورې د خوراکي او غېر خوراکي توکیو د پیداوار کارخانې لري، چې اکثرو ته یې خام مواد د پاکستان او يا هم له چین هېواده د پاکستان له لارې واردوي. دوی د افغانستان او پاکستان له دولتونو غواړي چې د دواړو هېوادونو د ولسونو سوداګریزې چارې او اقتصاد دې له خپلو سياستونو نه قربانوي.

XS
SM
MD
LG