د لاسرسي ځای

تازه خبر

شريف: له بده مرغه د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کارول کېږي


د پاکستان صدراعظم نواز شريف وايي، په افغانستان کې د بشپړې سولې غوښتونکى دى چې خاوره يې د پاکستان پرضد و نه کارول شي، خو وايي له بده مرغه د افغانستان خاوره يې د هېواد پرضد کارول کېږي او هيله من دى چې افغان حکومت به يې مخه ونيسي.

نوازشريف وايي د «ردالفساد» عمليات يې د حکومت په خوښه اعلان شوي او د ترهګرو وروستي بريدونه به يې له ترهګرۍ ځپلو را و نه ګرځوي.

د پنجشنبې په ماښام له ترکي وزیر اعظم بن علي يلدریم سره تر ليدو وروسته نوازشريف په انقره کې له رسنيو سره په خبرو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پر وروستيو پېښو اندېښنه وښوده، خو وايي حکومت به يې هېڅکله له ترهګرو و نه ډار شي او تر هغه وخته به د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکړي چې تر څو يې وروستى ترهګر نه وي وژلى.

شریف د ترکیې له صدراعظم یلدریم سره.
شریف د ترکیې له صدراعظم یلدریم سره.

نوازشريف وايي، ترهګر که کورني دي که بهرني د پاکستان اقتصادي پرمختګ نه شي ليداى، ځکه يې هېواد ناارامه کول غواړي:

"په ٢٠١٣میلادي کال کې چې موږ حکومت تر لاسه کړ، پرېکړه مو وکړه چې له ترهګرو سره به جنګېږو، موږ په برياليتوب ورسره وجنګېدو او ډېرې ښې نتيجې مو تر لاسه کړې، خو دا يوه نوې څپه ده، زه فکر کوم هغه خلک چې ملا يې ماته شوې ده، تش خپل جوهر ښکاره کوي، خو زه ډاډمن يم چې ډېر ژر به دا څپه هم له منځه يوسو."

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره به يو ځل بيا په ټول پاکستان کې د «ردالفساد» په نامه عمليات کوي.

تر اوسه داسې نه ښکاري چې د دغو عملياتو پرېکړه دي د پارلمان په خوښه شوې وي، خو وزیر اعظم نوازشريف د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د دغو عملياتو په اړه پرېکړه څو ورځې مخکې لا شوې وه:

"دا پرېکړه مو زما په دفتر کې کړې ده، څو ورځې مخکې مو کړې ده، موږ ويل په ټول هېواد کې چې هر ځاى ترهګر دي د هغوى په ضد بايد عمليات وشي او له منځه يووړل شي، په پنجاب کې د رېنجر ځواک د را بللو پرېکړه هم زما په دفتر کې وشوه چې بيا د پنجاب حکومت هغه تائيد کړه."

نوازشريف وويل چې هېواد يې د هند په ګډون له هر ګاونډي سره ښه اړيکي غواړي، ده يو ځل بيا په ټينګار سره وويل چې په افغانستان کې بشپړه سوله د دې ټولې سيمې لپاره مهمه ده، خو وايي په پاکستان کې سوله بيا د افغانستان لپاره مهمه ده.

د پاکستان د پوځ تر لوى درستيز وروسته وزیر اعظم نوازشريف هم تور پورې کړ چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کارول کېږي:

"موږ غواړو چې په افغانستان کې قراري وي، موږ غواړو د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد و نه کارول شي، موږ غواړو په افغانستان کې چې کومې ترهګرې ډلې يا ترهګر دي هغوى له هغې خاورې په استفادې پر پاکستان بريد ونه کړي، خو له بده مرغه داسې کېږي او موږ په دې اړه افغان حکومت ته شکايت کړى، زه ډاډمن يم چې هغوى به يې ضرور محاسبه وکړي او مخه به يې ونيسي."

د پاکستان غوندې افغانستان هم له ترکيې سره ښې اړيکې لري، يوه خبريال له صدراعظم نواز شريفه وپوښتل چې ترکيې د پاکستان او افغانستان د خرابو اړيکو د ښه کولو په برخه کې ورته څه وړانديز کړى يا په دې اړه څه رول تر سره کولاى شي که څنګه، ده يې په ځواب کې وويل:

"په تېرو ورځو کې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هم په دې برخه کې خبرې کړې دي او اوس د ترکيې وزیر اعظم هم له افغانستان سره غږېدلی دى، زه فکر کوم ترکيه يو داسې هېواد دى چې يقيناً په دې برخه کې اغېزمن رول تر سره کولاى شي."

ټاکل شوې ده چې يوه اوونۍ وروسته د مارچ په لومړۍ نېټه د اقتصادي همکاريو د سازمان ديارلسمه غونډه په اسلام اباد کې وشي.

صدراعظم نوازشريف وويل ترهګرۍ او د هغوى تر شا پټ لاسونه غواړي چې پاکستان د دغسې مهمو غونډه کوربه ونه اوسي، خو وايي دا غونډه به پر خپل وخت کېږي او ډاډ يې څرګند کړ چې ټول غړي هېوادونه به يې پکې ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG