د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت ولایتي پرمختیايي پلانونه معیاري کوي


د لوګر ولایت د بیلابیلو ادارو مسوولین وايي، چې پخوا به دوی خپل پرمختیايي پلانونه له نورو ادارو سره نه شریکول، چې لدې کبله به ډېر کله د پروژو او برنامو په پلي کېدو کې ستونزې جوړې دې.

دوی زیاتوي، پدې اړه د وزیرانو شورا وروستۍ پریکړه داوه چې د اقتصاد وزارت په نګرانی کې دې ټولې سیمه ییزې ادارې په یو ګډ فارمټ کې پرمختیايي پلانونه جوړوي او تر توحید وروسته دې یاد وزارت ته د بودجې د ترلاسه کولو لپاره سپاري.

د چارشنبې په ورځ په لوګر کې په همدې اړه د حکومتي مسوولینو او د پلان د امرینو جوړ شوي درې ورځنۍ ورکشاپ په پای کې د یاد ولایت د اقتصاد رييس عبدالمنان سعیدي مشال راډیو ته وویل، چې لدې ورکشاپ نه يې موخه د ولایتي پرمختیايي پلانونو معیاري کېدل دي.

عبدالمنان سعیدي زیاتوي:

((کابینې او وزیرانو شورا اقتصاد وزرات دنده سپارلې وه، تر څو ولایتي پرمختیايي پلانونه د نویو معیارونو سره سم جوړ کړي، نو اړینه وه چې یاد وزارت دا برنامه په ټولو ولایتونو کې تطبیق کړي، پدې سره به موږ وکولای شو، چې د ۱۳۹۷ کال انکشافي ولایتي پلان د نوي رهنمود مطابق ترتیب، تهیه او اقتصاد وزارت ته يې د بودجې د ورکولو لپاره وسپاري.))

د ورکشاپ پرمخبیونکی جواد مختار وايي، پخوا به د ادارو په پلانونو کې ستونزې پیدا کیدې، خو د دې پلان په پلي کېدو سره به دا مساله هواره شي:

((پخوا وخت کې مختلف پلانونه د بیلابیلو ادارو لخوا جوړیدل چې په یو ډول به يې له یو بل سره تضاد لاره، د دې روزنیز ورکشاپ وروسته به ټولې ادارې د یو مشخص پلان او فارمټ له مخې به خپل ټول پلانونه جوړوي او هغه به په ګډه توحیدیږي او پرمخ به ځي.))

د لوګر د ولایت مقام کارکوونکې انیتا دا ډول پلان جوړونه ځکه اغېزمنه او ګټوره بولي، چې د ټولنې بیلابیلو قشرونو ته په کې د نظر د څرګندولو موقع ورکول کیږي.

میرمن انیتا وايي:

((دا خو یو ډېر ښه روزنیز ورکشاپ وو، شخطاً ما پدې ورکشاپ کې ډېر څه زده کړل، خصوصاً د پلان جوړونې اړوند باندې، چې پلان جوړونه د ټولنې د ټولو وګړو په ژوند څومره تاثیرات لري، پدې کې ځوانانو ته ښځو ته، نارینه وو ته او د ټولنې ټولو اقشارو ته په کې ګډون او سهم ورکړل شوی وو.))

د لوګر د کلیو د پراختیا رييس رحمت الله سروري هم وايي، چې دوی پخوا د پروژې په پلان، انتخاب او د تطبیق په ساحه کې ستونزې درلودې، خو پدې ورکشاپ کې پرې پوه شول:

((دا لومړنۍ ورکشاپ دی چې موږ په کې ولیدل یا وینو چې ولایتي بودجې لپاره موږ څنګه پروژې پلان کړو، څنګه يې انتخاب کړو او څنګه يې په ساحه کې پلي کړو، انشاالله که پدې مېنول، پروسیجر او پلان باندې که مخته ولاړ شو، نو حتی د خلکو کلیوالي ستونزې به مو هم حل کړي وي.))

کتونکي هم د ولایتي پرمختیايي پلانونو په طرح او ترتیب کې د بیلابیلو قشرونو نظر اخیستنه ګټوره بولي او وايي، چې پدې سره د خلکو او ادارو لومړیتوبونه او اړتیاوې ښې څرګندیږي او هم د پلانونو د عملي کیدو لپاره اغېزمنې لارې چارې پیدا کیږي.

XS
SM
MD
LG