د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا لپاره نوي پرمختیايي پروګرامونه شته


پکتیکا: له کابله د ورغلي پلاوي هرکلی کېږي
پکتیکا: له کابله د ورغلي پلاوي هرکلی کېږي

پکتیکا ته د افغان حکومت د بیلابیلو وزارتونو د معیناوو ورغلی دولس کسیز پلاوی وايي، چې افغان حکومت په نوي لمریز کال کې د پکتیکا د پرمختګ لپاره په بیلابیلو برخو کې برنامې لري.

دوی تېره ورځ د پکتیکا د خلکو یوې سترې غونډې ته په خبرو کې د یادو برنامو طرح او عملي کېدل د ولسمشر د هغو ژمنو یوه برخه وبلله، چې د پکتیکا د مخورو او ځايي مسوولینو سره يې کړې وې.

په یاد پلاوي کې د وزارتخانو له معینانو سربېره د کریکټ د عمومي ادارې مشر او د کریکټ د ملي ټیم یو شمېر لوبغاړي هم شامل ول.

د پکتیکا والي د دې پلاوي او برنامو د ارزښت په تړاو مشال راډیو ته وویل:

(ولسمشر موږ ته ډاډ راکړی وو، چې د پکتیکاوالو ټولو غوښتنو ته به مثبت ځواب وايي، پکتیکا ده محروم ولایت یاد کړی وو، کوم پیشنهادونه چې موږ ورته کړي وو، ژمنه يې کړی وه، چې دا به ګام په ګام پوره کوي، دا د دولسو وزارتونو معینان او د کریکټ بورډ د عموي ادارې مشر چې دلته راغلي فکر کوم دا به لومړی ځل وي، چې پدې اندازه لوی پلاوی یو ولایت ته سفر کوي او دومره ډېرې پروژې به نوي اعلان شوي.)

بل لوري ته په راغلي پلاوي کې شاملو معینانو هم د پکتیکا لپاره په بېلابېلو برخو کې د نویو ګټورو پروژو د پلې کېدو ژمنې وکړې.

دوی د پوهنې، بیارغونې،د نفتو سروې،کرنې، اقتصاد او یو شمېر نورو برخو کې د نویو پروژو د پیل خبرې وکړې او زیاتوله يې، چې په نوي کال کې به پدې برخو کې کارونه ترسره شي.

د قومونو او سرحدونو چارو وزارت مرستیال د غونډې ګډونوالو ته وویل:

(ولسمشر چې پکتیکاوالو سره کومې ژمنې کړې وې، نن هغه ورځ ده چې ټول معین صایبان دلته له مرکز نه راغلل، کومې پروژې چې وزارتونه يې پکتیکا لپاره د نوی ۹۶ کال لپاره لري، پدې توګه به د ولسمشر ژمنې یوه په بله پسې انشاالله عملي کیږي.)

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر کمال سادات هم په پکتیکا کې د یاد وزارت په چوکاټ د یو شمېر برنامو د پلان یادونه وکړه او زیاته يې کړه:

(موږ به یو محلي کتابتون درته جوړوو، دلته چې کوم تاریخي ابدات دي، له تاسو مې غوښتنه داده چې که کوم داسې ځای چې تاریخي ارزښت لري، ولرئ موږ ته يې په اړه عریضې وړاندې کړئ، د تاریخ په اوږدو کې د پکتیکا هر اړخیر سیمنار، موږ به پکتیکا د افغانستان او جهان خلکو ته ورپيژنو.)

یاده دې وي، چې د ولسمشر غني په مشری د ملي یووالي حکومت د جوړیدو وروسته ولایتونو ته د حکومت د ګډو پلاوو سفرونه ډېر شوي او تر یو بریده خلک توانیدلي چې خپلې ستونزې او غوښتنې په مخامخ ډول حکومتي مشرانو سره شریکې کړي.

پکتیکا د افغانستان په سویل ختیز کې د مساحت له پلوه د هغو پراخو ولایتونو څخه ده، چې د کتونکو په وینا د نفتو په ګډون نورې ګران بیه طبعي زیرمې لري، خو د بیلابیلو لاملونو پر اساس پدې ځای کې د یو شمېر سړکونو له جوړولو پرته داسې پروژې چې اقتصادي او اوږد مهاله ارزښت ولري، ندي عملي شوي.

XS
SM
MD
LG