د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې کتاب خوښوونکي ډېر شوي دي


په خوست کې د ښوونیزو او روزنیزو ادارو همدارنګه د مسلکي او اکاډمیکو مرکزونو د فعالیتونو په پراخیدو سره کتاب خوښوونکي ډېر شوي او په ښار کې د کتاب پېر او پلور هم زیات شوی دی.

د خوست یو شمېر ځوانان چې په کتاب بازار کې د کتابونو د انتخاب او پېرودولو په خاطر راغلي وايي، چې کتابتونونو ته تګ يې عادت ګرځیدلی او لا اقل په اونۍ کې یو ځل د نویو کتابونو د لیدلو لپاره همدې ځای ته ورځي.

شاعر او مدني فعال ولي مت خان خادم وايي، چې له پیرودنکو کتابونو يې په کور کې کتابتون جوړ کړی، چې کلیوال ځوانان په ځانګړي ډول زده کوونکي او محصلان ورڅخه استفاده کوي.

دی زیاتوي، غواړي چې د نویو کتابونو په رانیولو سره د کور کتابتون نور هم غني کړي.

ولي مت خان خادم زیاتوي:

((زه معمولاً په اونۍ کې یو ځل کتابتونونو ته راځم، ښار ته راځم او هغه کتاب اخلم چې په ذوق مې برابر وي، زه په کور کې یو غني کتابتون لرم، چې زما د اولادونو په ګډون کلیوال محصلان او زده کوونکي ورڅخه ګټه اخلي.))

د خوست یو تن ځوان عزت چې کتاب بازار ته د نویو کتابونو د لیدلو او پېردولو په خاطر ورغلی وو، وايي چې د پخوا په پرتله په پښتو د کتابونو چاپ ډېر شوی دی:

((د پښتو کتابونه د پخوا په پرتله ډېر چاپ شوي دي، په خوست کې هم ماشاالله ډېرې کتابخانې دي او ډول ډول کتابونه د مختلفو ځایونو نه دلته راوړل کیږي، پښتو راژباړل کیږي او خرڅول کیږي.))

بل لوري ته پدې وروستیو کې د مدني ټولنو لخوا د کتابونو د راټولولو هڅې روانې دي، تر څو په هره ولسوالۍ او په لرو پرتو سیمو کې نوي کتابتونونه جوړ کړي.

د افغان بدلون د مدني بنسټ غړی مرجان هڅاند وايي، چې ۱۳ زره عنوان کتابونه يې له خلکو راټول کړي، تر څو په ولسوالیو او اطرافي سیمو کې د مطالعې د ترویج په خاطر کتابتونونه جوړ کړي:

((د افغان بدلون د مدني بنسټ ځوانانو د یوې میاشتې په موده کې له ۱۳ زرو زیات کتابونه راټول کړي، لدې کاره مو موخه لیرې پرتو ولسوالیو او سیمو کې د کتاب د مطالعې ترویج او هغوی ته د کتابونو رسول دي.))

بلخوا د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمدامین شاه الفت هم مني چې د یاد ولایت په ځوانانو کې د کتاب د مطالعې لیوالتیا ډېره شوې او دوی هڅه کوي چې هغوی لپاره د اړتیا وړ کتابونه پیدا کړي.

محمدامین شاه الفت زیاتوي:

((په خوست کې د کتاب مینه وال ورځ تر بلې زیاتیږي، همداشان د ځوانانو لیوالتیا موږ هم مجبوروي چې دوی ته د دوی ذوقي کتابونه پیدا کړو او د دوی د مطالعې لپاره يې په کتابتون کې ځای پر ځای کړو او علت يې هم دادی چې دلته علم زیات شوی او دوی کتاب ته مخه کړې ده.))

یاده دې وي، چې په خوست کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او په شیخ زاید پوهنتون کې یو- یو لوی کتابتون موجود دی، همدرانګه په ځینو نورو علمي، ټولنیزو او ښوونیزو بنسټونو کې واړه کتابتونونه شته، چې د کتاب مینه وال ورڅخه ګټه اخلي.

XS
SM
MD
LG