د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوه: پاکستان او افغانستان د ترهګرۍ "ګډ دښمن" په شريکه ځپي


د پاکستان پوځ عامه اړيکو څانګې په خپله یوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې د پوځ لوى درستيز خپلو امنيتي ادارو ته امر کړى چې د افغانستان له امنيتي ادارو سره پر ګډه پوله د امنيت ټينګښت برخه کې مرستې او همږغۍ ته دوام ورکړي او يوې بلې غاړې ته د ترهګرو د اوښتو مخه ونيسي.

د پاکستان پوځ لوى درستيز جنرال قمر جاويد باجوه پرون په راولپنډۍ کې د امنيت په اړه په يوې غونډه کې ويلي چې پر پوله د کلکو امنيتي تدابيرو مقصد يې د افغانستان او پاکستان له ګډ دښمن سره جګړه کول دي او د هر ډول ترهګرو له‌منځه وړل دي.

د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال قمرجاويد باجوه
د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال قمرجاويد باجوه

جنرال باجوه د افغان چارواکو د هغه وړانديز هرکلى کړى چې له پاکستانه‌يې د ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزې غوښتنې کړې وه.

بل‎لور ته د افغانستان بهرنيو چارو وزارت پاکستاني چارواکو ته د وسله‎والو او د هغوى د پټن‎ځايونو په اړه يو لېست وړاندې کړى چې وايي، په پاکستان کې دي او له دې ځايه په افغانستان کې وسله‎والې حملې تنظيموي.

اسلام‎اباد کې افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال د ټولنيزو رسنيو له لارې خبر خپور کړى او ويلي يې دي چې په بهرنيو چارو کې د صدراعظم نوازشريف له سلاکار سرتاج عزيز او پوځي چارواکو سره‌يې د دوشنبې په ورځ ليدلي او هيله ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ تاوتريخوالى راکم کړي.

ښاغلي زاخېلوال ويلي چې د پاکستان پوځ مرکزي قرارګاه او بهرنيو چارو دفتر ته‌يې د ٨٥ وسله‎والو او د هغوى د ٣٢ پټن‎ځايونو لېست هم وړاندې کړى او ورڅخه‌يې غوښتي چې پر ضد يې بايد ګامونه پورته کړي.

د سند په سېوڼ سيمه کې د لعل شهباز قلندر پر مزار تر بريد وروسته پاکستاني چارواکو د افغانستان او پاکستان ګډه پوله وتړله چې نن پر پنځمه ورځ لا هم تړلې ده، دوى ادعا کوي چې دغه پوله‌يې د امنيت په خاطر تړلې ده.

د پولې تړل کېدو افغان او پاکستاني تجاران او همدارنګه عام خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي، د چمن سيمې د تجارانو يو مشر دارو خان وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ تجارت بايد د سياستونو له کبله اغېزمن نه‎شي.

دی زیاتوي:

"چې دا کومه پوله تړلې ده، يقيناً چې د پاکستان او افغانستان تجارانو ته‌يې ډېر لوى تاوان رسېږي، نه‌يوازې د افغانستان مالونه بلکې د منځنۍ اسيا لپاره چې د تاجکستان او ازبکستان کوم مالونه دي، دا په چمن او تورخم کې په لاريو کې ايسار دي او تاوان ورته رسېږي. په کار دا ده چې سياست او تجارت سره بېل وي، تجارت هغه لاره ده چې سياسي اغېز ټول په لیرې کېداى شي."

پاکستاني چارواکي د لعل شهباز قلندر پر مزار تر بريد وروسته ادعا کوي چې د دې هېواد په بېلابېلو برخو کې يې لسګونه وسله‎وال وژلي دي، ورسره سم‌يې په لويو ښارونو خصوصاً په پنجاب کې سلګونه کسان د شک په توګه نيولي چې زيات شمېر په‎کې د افغان کډوالو دى.

په دې لړ کې په بلوچستان کې هم په تېرو دوو ورځو کې تر سلو زيات افغان کډوال د امنيتي ادارو له‎خوا نيول شوي دي.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG