د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کرکټ بورد د هند لیګ سیالیو کې د افغان لوبغاړو ګډون ویاړ بولي


د افغانستان کرکټ بورډ په «اي. پي. اېل» سیالیو کې د دوه افغان لوبغاړو اخیستل د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې ستره لاسته راوړنه بولي.

دا د هر افغان ستر ارمان وو چې د خپل جنګ ځپلي هېواد د کرکټ لوبغاړي د نړۍ په سترو لیګونو کې وګوري، دا دی نن‌يې دا ارمان پوره کېدونکی دی، دوه افغان کرکټ لوبغاړي د هند په غوره لیګ سیالیو کې لوبېږي.

نبي عیسی‌خېل

د «اي. پي. اېل» یا د هندوستان کرکټ غوره لیګ سیالیو په لسم پړاو کې راشد ارمان په ۴۰ میلیونه او محمد نبي عیسی‌خېل د ۳ میلیونه هندي کلدارو په بدل کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې واخیستل.

دا لوبډله تېر کال د «اي. پي. اېل» سیالیو اتله لوبډله وه.

افغان کرکټ بورد د دې دوه لوبغاړو تر څنګ شهزاد محمدي، دولت ځدارڼ او اضغر ستانکزی هم د دغو سالیو بولۍ ته ورپېژندلي وو خو بخت ورسره یاري ونه‌کړه.

د کرکټ بورد اجرائيه رئیس شفیق ستانکزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې په دغو سیالیو کې د افغان لوبغاړو ونډه ستر ویاړ وباله.

شفیق ستانکزی.

که څه هم ډېری مینه‌وال په دغو سیالیو کې د شهزاد ګډون ته په تمه خو د هغه د نه‌اخیستو په تړاو شفیق ستانکزی وايي:

"بد بختانه هغوی هم د خپلې لوبډلې ترکیب ته ګوري، شهزاد ویکټ ساتونکی دی نو هره لوبډله خپل ترکیب ته ګوري چې دوی ویکټ ساتونکی بېټسمن لري نه‌يې لري که يې لري نو بیا بل ته اړتیا لري که نه؟ نو کېدای شي د دغه ترکیب له امله شهزاد پاتې شوی وي که نه نو د شهزاد په وړتیا کې خو هېڅ سؤال نه‌شته خو امیدواري ډېره زیاته ده چې په راتلونکي کال کې به شهزاد ولوبېږي."

له دې وړاندې افغان لوبغاړي د بنګله‌دېش او پاکستان په لیګونو کې لوبېدلي و خو دا لومړی ځل دی چې دوه افغان لوبغاړي د هند په غوره لیګ سیالیو کې لوبېږي.

«اي. پي. اېل» د کرکټ په خپل ډول کې د نړیوال جام څخه وروسته تر ټولو سترې سیالۍ بلل کېږي چې سوداګریزه بڼه لري.

محمد نبي عیسی‌خېل په دې اړه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي:

"نن ډېر خوښ یم، نه‌یوازې د ځان لپاره بلکې د کم عمره راشد ارمان لپاره چې د سنرایزر لوبډلې له‌خوا په «اي. پي. اېل»​ سیالیو کې لوبېږو"

Twitter Embed Tweet

په افغانستان کې د کرکټ مبصر ابراهیم مومند په دغو لوبو کې د افغان لوبغاړو لوبېدل د کرکټ د راتلونکي لپاره ګټور ګڼي:

"دا نه‌یوازې د دغو دواړو لوبغاړو لپاره بلکې د افغانستان د کرکټ او د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره هم د ښه کارکردګۍ او هم د ښه رقابت لپاره یوه ښه زمینه برابروي."

د هند غوره لیګ سیالۍ په لومړي وار په ۲۰۰۷ کال کې د اته لوبډلو تر منځ ترسره شوې او اوس‌يې لسم پړاو دی چې اته لوبډلې په‌کې برخه لري.

هره لوبډله کولای شي چې ۲۷ لوبغاړي ولري چې باید ۱۸يې د هندوستان او پاتې ۹ نور له بهرنیو لوبډلو څخه وپېري.

د هندوستان دغه کورنۍ شل اوریزه سوداګریزې سیالۍ به د روان کال د اپرېل په ۵مه نېټه پیل شي او د مې تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG