د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۳۵۰ تنو ته فني او کسبي زده کړې ورکړل شوې


د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو ریاست درې نيم سوه تنه ښځینه او نارينه ځوانان په ورځ د شپږو میاشتو په دوران کې د بېلابېلو فني او حرفوي زده کړو وروسته د دوشنبې یا ګل د کار له اوزارو سره فارغ کړل.‎ هغوی چې فني او کسبي زده کړې يې کړې وايي چې له دې وروسته به په دې وتوانيږي چې د کسب او کار خاوند شي.


د ننګرهار د کار او ټولینزو چارو رياست درې نیم سوه تنه هغه نارینه او ښځینه ځوانان چې د سواد له زده کړې بې برخې دي، د فني او حرفوي زده کړو وروسته فارغ کړل او د کار اوزار يې وروسپارل.


د ننګرهار د کار او ټولنېزو چارو رييس عبدالحکیم شیرزاد وايي چې دوی په نهو بېلابېلو فني او کسبي کارونو کې روزلي او د کار مارکېټ ته يې وړاندې کړل.


"درې سوه تنه فارغېږي او د شپږ میاشتو زده کړو وروسته د کار کولو اوزارو او وسایلو سره د کار مارکېټ ته وړاندې کړي. دوی په نهو حرفو کې زوزل شوي چې نجاري ده، برق دی، نلدواني ده، فلز کاري ده او د ښځې له خیاطۍ، سلمه دوزي او ګلدوزۍ زده کړې شاملې وې."

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وايي چې د فني او حرفوي زده کړو څخه فارغان به د دې جوګه شي چې خپلې کورنۍ ته حلال رزق پیدا کړي.


"هر کاسب د الله تعالی دوست دی. نن درې نیم سوه کسان چې په بېلابېلو رشتو کې روزل شوي، فارغېږي. له دې وروسته به دوی انشاالله د خپل کسب او کار، او د کاري مهارت د وړتیا له مخې به خپلو کورنيو ته روزي پیدا کوي او دوی به کار کوي."

د حرفوي او فني زده کړو څخه فارغان خوشاله وو چې کسبې زده کړې يې تر لاسه کړې او د کار کولو جوګه شول.

"زما نوم صدیق الله دی، د برق په رشته کې مې شپږ میاشتینۍ زده کړو کې مې د نظري زده کړې تر څنګ مختلف ډولونه لیندواني زده کړه، او دا اوس چې موږ ته د کار سامان راکوي، موږ به خپل کسب شروع کوو.''


"زه سلګۍ یم، د ذبیح الله لور یم، دلته د خیاطۍ د زده کړې لپاره راتلم. شپږ میاشتې يې موږ ته ټریننګ راکړ او اوس موږ کولای شوو چې د خیاطۍ نه ډېره ګټه تر لاسه کړو.'


د ننګرهار د کار او ټولنېزو چارو رياست چارواکي وايي چې د ۱۳۹۵ لمریز کال په دوران کې يې د معلولینو په ګډون ۲۸۵۵ تنه په بېلابېلو فني او حرفوي زده کړو سمبال کړي چې ۱۹۶۰ تنه په کې ښځینه دي.

XS
SM
MD
LG