د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهاریان: پاکستاني ملېشې دې په سرحدي ولسواليو بریدونه ودروي


د ننګرهار د بېلابېلو ولسواليو په سلګونو قامي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو د یوې غونډې په ترڅ کې له دولته وغوښتل چې د ننګرهار په سرحدي ولسواليو د پاکستاني ملېشې له خوا د راکټي بريدونو مخه ونیسي. دوی وايي که پاکستان د دوی په حریم بریدونه ونه دروي، نو دوی به د خپلو سرحدي پوليسو سره اوږه په اوږهله خپلې خاروې څخه دفاع ته وکړي.


د ننګرهار د بېلابېلو ولسواليو په سلګونو قامي مشران، ديني عالمان او مدني فعالان د یکشنبې په ورځ د جلال اباد ښار شاهي ماڼۍ ته ورټول شوي ول او له حکومت نه يې وغوښتل چې په لالپورې، ګوشتې او نازیانو ولسواليو د پاکستاني ملېشو د راکټي بريدونه مخه ونیسي.

د ننګرهار ولایتي شورا غړي اجمل عمر وویل، که د پاکستاني ملېشو توغونديز بریدونه دوام ومومي، ولس به د خپلو سرحدي ځواکونو ملا ورتړي.


(( زموږ ولس د خپلې خاورې او د خپل وطن نه څلوېښت کاله وشول چې قرباني ورکوي او دا نن هم قربانۍ ته تیار دی. که چېرته دا لړۍ دوامداره شي، نو د ننګرهار ولس قربانۍ ته تیار دی.))

د ننګرهار د ويښ ځوانانو ټولنې مشر حاجي عزیز خوږياڼي هم وايي چې دوی د خپلو خاورې د دفاع په خاطر هرې قربانۍ ته چمتو دي.

(( موږ دې ته تیار یو، که د تبلیغیانو غوندې نغده اراده وکړو، همدا اوس یو ساعت وخت راکړئ، ۱۰۰۰ نفر به د ولایت مخې ته برابر وي او موږ به د خپل وطن دفاع ته په مېړانې سره ځو.))


د دوی د غوښتنو پر وړاندې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، مرکزي دولت هڅه کوي چې د سفارتي او ډيپلوماټیکو لارو دې مسلې ته د حل لاره وموي.


(( د بل کور ته چې اور اچوې، نو ستا کور به هم سوزي. نن چې په پاکستان کې څه کيږي، دا د دوی د خپلو تېرو اعمالو او د دوی د بد نېت نتیجې دي چې نن يې ويني. سره له دې چې ولسمشر د جرمني په سفر بوخت و، له موږ نه يې غوښتي چې موږ به ټول د همسایه توب، د نړيوالو اړیکو او همدا رنګه د بین الدول د ټولو اصولو په رعایت سره به موږ اجرات کوو.))

د افغانستان په ختيځ کې د ۳۰۱ سرحدي کنډک قوماندان محمد ایوب حسین خیل وايي، د دوی سرحدي ځواکونهبه په صفري نقطه کې د خپلې نه دفاع کوي.


(( ولس ته او د افغاستان حکومت ته ډاډ ورکوم چې يو سرحدي پوليس ژوندی وي، هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې زموږ يوه لوېشت خاوره تر پښو لاندې کړي، اشغال يې کړي او زموږ په خاوره کې دوی پیاده دخول وکړي، مطمین اوسئ، دا اجازه چا ته نه ورکوو.))


د ننګرهار چارواکي وايي چې د تېرو درېو ورځو راهیسې په لالپوره، ګوشتې او نازیانو ولسواليو د پاکستاني ملېشو له لوري نېږدې څلور سوه توغونديز او راکټي بريدونه شوي چې له امله يې څلور تنه ماشومان ټپيان شوي او څه باندې درې سوه کورنيو خپل کورونه پرېښي دي.

یاده دې وي چې پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د چارواکو له خولې ویلي چې په کومو سيمو چې دوی توغونديز بریدونه تر سره کوي، هلته د پاکستان د دولت وسله وال مخالفین پټنځایونه لري، خو د ننګرهار چارواکي په پاکستانيو رسنيو کې خپاره شوي بیانونه ردوي.

XS
SM
MD
LG