د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د پاکستان سفير احضار کړ


حکمت کرزی او ابرار حسين
حکمت کرزی او ابرار حسين

د افغانستان د بهرنيوو چارو وزارت پرون ماسپخين د پاکستان سفير له هغې وروسته وروغوښت چې د افغان چارواکو په خبره پاکستاني ځواکونو په ننګرهار او کونړ راکټونه ويشتلي او ولسي خلکو ته يې زيان اړولی دی.

د افغانستان د بهرنيوو چارو وزارت نن خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي چې پرون مرستيال وزير حکمت خليل کرزي کابل کې د پاکستاني سفير سيد ابرار حسين څخه د ننګرهار پر لال پورې او د کونړ سرکاڼو ولسواليوو د پاکستاني راکټونو په اړه وضاحت وغوښت.

د خبرپاڼې ترمخه حکمت کرزي د پاکستان له خوا د راکټونو ويشتل په کلکه وغندل او ابرار حسين ته يې وويل چې له دې وجې ځيني کورونه زيانمن شوي او خلک په دې سړه هوا کې بې کوره شوي دي.

په پاکستان کې تر وروستيوو بريدونو وروسته د دې ملک پوځي چارواکو ويلي چې د پاکستان په ځينو ښارونو او پر ډيورنډ کرښه پرتو سيمو کې يې وسله وال په نښه کړې دي. دوی تور لګوي چې دغه پرله پسې برېدونه په افغانستان کې پټو پاکستاني طالبانو پلان کړې دي. له همدې کبله د پاکستاني پوځ افغان ديپلوماتان د وضاحت لپاره ورغوښتي وو. کابل دا تورونه بې ځايه بولي او وايي دوی خپله د ترهګرۍ قرباني دي.

پاکستان دې ۱۵۰ نيول شوي افغان کډوال خوشي کړي

د مشال ريډيو خبريال په ننګرهار او کونړ کې د ځايي چارواکو له خولې وايي چې د جمعې په ورځ لال پوره ولسوالۍ کې د پاکستان لخوا د توپونو په بمبارۍ کې دوه ولسي وګړي ټپي شوي دي اوپه سرکاڼو کې د یو کور یوه ښځه او د هغې ۱۵ کلن زوی وژل شوي دي.

د پاکستان په لاهور او سند کې د خونړيوو بريدونو وروسته چې تر سلو ډېر کسان پکې ووژل شول، ځيني افغان کډوال نيول شوي دي او د تورخم او چمن لارې تړل شوې دي.

د افغانستان د بهرنيوو چارو وزارت په ننۍ خبرپاڼه کې زياته کړې چې مرستيال وزير حکمت خليل کرزي کابل کې پاکستاني سفير ته په اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونو کې د۱۵۰ افغان وګړو د نيونې او د تورخم او چمن د دروازرو تړلو له کبله خپله اندیښنه په ډاګه کړه او د افغان اتباعو د خوشې کېدو او د دوروازو د بېرته پرانیستو غوښتونکی شو.

د خبرپاڼې تر مخه پاکستاني سفير ابرار حسين ژمنه وکړه چې دا مسله به اسلام اباد کې لوړپوړو چارواکو سره شريکوي.

XS
SM
MD
LG