د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لال قلندر بريد وروسته پوځ د ۱۰۰ وسله والو وژلو ادعا کوي


د پاکستان پوځ په پرونۍ خبرپاڼه کې ويلي په سند صوبه کې د پنچشنبې په ورځ شهباز قلندر پر مزار چاودنې وروسته يې بېلابېلو عملياتو کې خوا او شا سل مشکوک وسله وال وژلي دي.

د پوځ د خبرپاڼې تر مخه دا عمليات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په قبايلي سيمو او د پاکستان په ځينو ښارونو کې شوې دي. د چارواکو په خبره تېرو څلورويشت ساعتونو کې ۲۷ مشکوک وسله وال يوازې په کراچۍ کې وژل شوي دي.

پرون (جمعه) مازيګر د ملير ضلعې د پوليسو مشر راو انوار ادعا وکړه چې د يو ځانمرګي بريد کوونکي پشمول يې نهه وسله وال د ښار سپرهايي وی سيمې سره نزدې وژلي دي چې د تحريک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار ډلې سره يې اړه درلوده.

خو دغې وسله والې ډلې نن خبريالانو ته ليږلې ايميل کې د امنيتي ځواکونو دا ادعا رد کړې او وژل شوي يې بنديان ياد کړې دي.

په همدې حال کې په سيون کې د لال قلندر په زيارت کې شوې بريد کې د وژل شوو شمېر اته تيا ته رسيدلی دی. کراچۍ کې روغتيايي چارواکو نن مشال ريډيو ته وويل چې دوی کې يې د پنځه پنځوسو مړي خپلو خپلوانو ته ورکړې دي. ځيني ژوبل کسان د کراچۍ، حېدراباد او نوابشاه روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

نن (شنبه) د سند صوبې د صحت محکمې له خوا مطبوعاتو ته لېږلې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې مړو کې شل ماشومان او دولس ښځې شاملې دي.

د جمعې په ماښام د سند د صحت وزير ډاکټر سکندرمېندهرو د کراچۍ په سول روغتون کې له مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل چې په روغتونونو کې ټولې اسانتياوې موجودې دي خو که دلته دکوم ژوبل کسانو درملنه نه کېږي نو دوی به يې بل ځای ته د رسولو دپاره پوره پوره هڅې کوي.

په همدې حال کې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف، د پوځ مشر او د سند صوبې وزيراعلی د زخميانو پوښتنې لپاره د سند روغتونونو ته ورغلل.

XS
SM
MD
LG