د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د کډوالو نمرې د کاغذ پرمخ شته، خو پر ځمکه نشته


په خوست کې هغه ګڼ افغان کډوال چې په تېره یوه لسیزه کې له مهاجرته راستانه شوي، وايي چې دا څو کاله د کورونو د جوړولو لپاره د نمرو تعرفې ورکړل شوي، خو دوی ته عملاً ځمکې ندي ورکړل شوي.

بل لوري ته د کډوالو چارو ریاست مسوولین وايي، چې دوی د قلموال مینې په ښارګوټي کې چې لس کاله وړاندې جوړ شوی، اوسمهال یوازې د درې سوه نمرو لپاره ځمکه لري، چې هغه هم د ځايي خلکو او زورواکو لخوا غصب ده.

د دوی په وینا په خوست کې تر اوسه له څلورنیمو زرو ډېرو راستانه شویو کډوالو ته د وي- ار- ایف فورمې ورکړل شوي، چې دا فورمې بې ځمکو راستنیدونکو ته ورکول کیږي، خو تر هغه چې د کډوالو لپاره نوی ښارګوټي منظور نشي، دوی راستنیدونکو ته بل د ځمکو د ورکولو ځای په اختیار کې نه لري.

د فورمو د لرونکو له منځه درې تنه خپله ستونزه مشال راډیو سره دا ډول شریکوي:

((زه جواد کامران، موږ ته يې یوازې د کاغذ پر مخ نمرې راکړي دي، د ځمکې پر مخ نشته، د امنیتي ارګانونو او چارواکو نه موږ دا هیله کوو، چې دا د غصب مساله له منځه یوسي، هلته چې موږ لاړ شو، چا ته چې نمره توزیع شوي وي، نمره پرې جوړوي، نو د کور والا پسې راووځي چې تاسو دلته کار مه کوئ.

۲-دا اوه یا اته کاله کیږي چې موږ په قلموال مینه کې د نمرو لپاره پیسې بانک ته تحویل کړي دي، کچیرې ولایتي اداره موږ لپاره یو شهرک جوړ کړي، دا به ډېر په ګټه تمام شي.

۳-زه رحمن ګل د صبریو د ولسوالۍ نماینده، زموږ د ځمکو د غصب مساله جدي خبره ده، دا چې ځمکه مو غصب ده او باید د غصب څخه ازاده شي.))

د خوست د ولایتي شورا غړي هم د بیرته راستنیدونکو ستونزه پر ځای بولي او وايي، چې د کډوالو ښارګوټي قلموال مینه کې دې، پاتې ځمکه، له غصب خلاصه او د مستحقینو په اختیار کې دې ورکړل شي.

د ولایتي شورا استازی قدیم افغان وايي:

((راستنیدونکو مهاجرینو سره رښتیا چې عدالت نه کیږي او ظلم ورسره کیږي، فورمې په لاس ګرځوي، خو تر اوسه دوی ته حق ندی ورکړل شوی، دا ځمکه باید له غصب خلاصه شي او حق حقدار ته ورسیږي.))

د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو رييس هاشم حلیم وايي، په قلموال مینه کې یوازې درې سوه نور کورونه ځایږي، پاتو کسانو ته باید نوی ښارګوټی ډیزاین او نقشه شي.

د هاشم حلیم په وینا پدې اړه د اراضي امریت ته دنده سپارل شوې ده:

((د څلورنیمو زرو څخه د ډېرو خلکو د وي ار ایف فورمي ثبت دي، دا شهرک د اتلس سوه کورنیو لپاره ایجاد شوی دی، چون په شهرک کې موږ نور ځای نلرو، میاشت مخکې د کمیسیون په غونډه کې د اراضي امریت ته وظیفه وسپارل شوه، چې دا ځای تعین کړي چې دې خلکو ته په کې نوی شهرک ایجاد کړي.))

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي، چې ولایتي اداره د غاصبینو پر وړاندې د مبارزې هوډ لري او په همدې بنسټ څه موده مخکې په خپله د خوست د والي په مشری د قلموال مینې په سیمه کې د غاصبینو پر وړاندې عملیات وشول، خو ځنو کړیو دا حرکت د ځنډ او خنډ سره مخامخ کړ.

نوموړی وايي، ولایتي اداره به په خپل ټول توان غصب شوې ځمکې د غاصبینو له منګولو خلاصې او د دولت په اختیار کې به يې ورکړي.

مبارزمحمد ځدراڼ زیاتوي:

((ولایتي ادارې چې په خپله والي صیب يې په راس کې وو، څه موده مخکې د قلموال مینې ښارګوټي ته ولاړل، هلته يې د غصب شویو ځمکو د بېرته خلاصولو عملیات پیل کړل، بالاخره ځنو کړیو د غصب پر وړاندې مبارزه له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوه، موږ ژمن یو چې د دغو او نورو غصب شویو ځمکو د خلاصون لپاره به قدم په قدم د یو مهالوېش پر اساس قدم ږدو.))

د یادونې وړ ده خوست د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې لږې اوارې ځمکې لري، پدې ولایت کې د دولتي ځمکو ډېره برخه د ځايي خلکو او زورواکو لخوا غصب ده او ان په غصب شویو ځمکو کې سلګونه لوی او واړه کلي جوړ شوي دي.

کتونکي پدې باور دي، کچیرې حکومت د غاصبینو پر وړاندې پرېکنده اقدامات ونکړي، ممکن په خوست ښار کې د لس میلیونه ډالرو په ارزښت د سړو خونو د پروژې د کېنسل کېدو په شان د نورو پرمختیايي پروژو د پلي کېدو لپاره هم مناسبې ځمکې پیدا نشي.

XS
SM
MD
LG