د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې څارونکې کېمرې لګول کېږي


په کورمه کې پولیټیکل انتظاميې د جرمونو او بدامنۍ زیاتو شویو پېښو ته په کتو د څارونکیو کیمرو لګولو فیصله کړې ده.

پولیټيکل انتظاميه وايي، دا کیمرې چې د پاړه چنار او صدې ښارونو په اهمو او حساسو علاقو کې به لګول کیږي، شمېر یې ۶۵ دې او پر دې به په راتلونکې څو ورځو کې کار شروع شي.

د برا کورمې مرستیال پولټيکل ایجنټ شاهد علي خان مشال ریډیو ته وايی، له دې سره به د ترهاګرې او د جرمونو شرحه ډیره راکمه شي.

د شاهد علي خان په خبره، په دې پروژې به یو کروړ او لس لکه روپۍ لګښت راځي.

مرستیال پولټیکل ایجنټ شاهد علي خان وايي، په سیمه کې د جرمونو او ترهګرې مخا نیستل زموږ ټول اجتماعي ذمه واري ده نو د بینکونو، مارکیټونو، بازارونو او سکولونو مالیکانو ته هم ویل شوي دي چې هغوی دې هم خپلو ودانیو مخې ته کېمرې ولګوي.

بلخوا د پاړه چنار انجمن تحفظ حقوق دوکاندارانو اتحاديې یو مشر حاجي کمال د پولیټيکل انتظاميې پر دغه ګام شکریه ادا کړه.

د اتحاديې مشر وویل، په ښار کې چې کمې کیمرې لګول کیږي، شمېر یې ډیر کم دې او پر دې به د ښار څارنه يه ښه توګه و نه شي او زیاته یې کړه چې په عوامي ځایونو کې د څارونکو کمرې په لګولو کې حکومت له دوی سره مرسته وکړي.

واضحه دې وي چې د کورمې په پاړه چنار کې د جنوري په یویشتمه نیټه له عیدګاه سره نېزدې په سبزي منډۍ کې بمي چاودنه شوې وه چې په کې تر سلو پورې عام وګړي مړه او ژوبل شوي وو.

په تېرو څلورو کالو کې دا پنځمه خونړۍ پېښه وه چې په پاړه چنار کې یې غټ شمېر خلکو ته یې مرګ ژوبله ورسوله.

سرکاري ریکارډ ترمخه، په ۲۰۱۶، ۱۳ او ۱۲ کالونو کې د بمي چاودنو او ځانمرګي بریدونو له امله تر یو نیم سلو پورې کسان مړه شوي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG