د افغانستان لپاره د اماراتو سفير جمعهالکعبي د کندهار ولایت په مېلمستون کې په چاودنه کې ټپي شوى و.
د ولسمشرۍ د چارو لپاره د متحده عربي اماراتو وزارت د سفير د مرګ خبر نن چارشنبه پر ټويټر ورکړ.
محلي رسنيو راپور ورکړى، الکعبي په کندهار کې له هغې چاودنې وروسته د نورې درملنې لپاره ابوظبي ته ولېږدول شو.
څه باندې مياشت مخکې د کندهار ولايت په مېلمستون کې په چاودنه کې لږ تر لږه ١٢ کسان ووژل شول چې په هغو کې د اماراتو پنځه ډيپلوماتان هم شامل وو.