د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې دوه ميليونه کسان مېرګی لري


د عصبي ناروغيو متخصص ډاکتران وايي، پر سر باندې د کاري زخم، د ماغزو د ناروغۍ، په خپلوانو کې د ودونو او ځينو نورو ناڅرګندو سببونو له کبله د مېرګي ناروغي پېښېداى شي او نخښې يې دا دي چې ناروغ ټکانونه خوري او بې‌هوښي ورباندې راځي.

نوموړی وايي، زيات خلک ان ځيني ډاکټران هم له دې ناروغۍ سره بلد نه‎وي، ځکه د دې ناروغۍ پر وخت درملنه ونه‌شي.

د کوټې يو اوسېدونکى سميع‌الله وايي، خور يې مريمه له زوکړې سره سم د مېرګي په ناروغۍ اخته شوې اوس چې اووه کلنه ده لا يې هم درملنه نه‌ده شوې.

نوموړی وايي:

"تر نهو مياشتو يې روغتون کې درملنه روانه وه چې راوموايستله بيا جټکې پرې راتلې، ساه به‌يې بنده وه، تکه شنه به شوه، ټول روغتونونه مو پرې وکتل، خو علاج‌يې ونه‎شو. جټکې وهي، لاسونه‌يې کاږه شي، ساه‌يې وچه بنده شي، زما مور ملايانو ته هم ډېره بوتله، بيا مو «پښين» کې يوه ملا ته وروستله چې يوناني طبابت هم کوي، هغه يو ډول شنې ګولۍ ورکړې، له هغه سره‌يې يو څه ګوزاره کړې ده خو جوړه لا نه‎ده، اوس هم ډېره کمزورې ده."

د کوټې د «بي. اېم. سي» روغتون د عصبي ناروغيو د څانګې مشر متخصص ډاکتر سليم بړېڅى وايي، د غربي هېوادونو په پرتله مېرګي ناروغي په پاکستان، افغانستان او د درېيمې نړۍ په هېوادونو کې زياته ده، خو وايي بلوچستان ايالت کې بيا د مېرګي د ناروغانو شمېر د دې هېواد تر نورو ايالتونو ډېر دى او سبب‌يې د خلکو بې‌سوادي او له دې ناروغۍ سره نابلدتيا ده.

نوموړی وايي:

"مېرګي خپله يوه کره عصبي ناروغي ده او بشپړ ډاکتري علاج‌يې شته، دوا يې هم ارزانه ده چې څلور-پنځه کاله‌يې سم علاج وشي ناروغ‌يې جوړېږي، خو شرط دا دى چې ناروغ‌يې پرله‎پسې علاج وکړي، په دوو-درېيو مياشتو کې متخصص ډاکټر ته ورشي، هيله ده چې له وخت سره موږ دا ناروغي کنټرول کړو."

ډاکتران وايي، په کليوالو سيمو کې ښځې او ماشومان په دې ناروغۍ زيات اخته کېږي.

د عصبي ناروغيو ډاکتره انجم فاروق وايي، په هغو سيمو کې چې زياتې ښځې د مېرګي په ناروغۍ اخته وي، علت‌يې دا وي چې هلته ښځې له ډېرو کورنيو ستونزو سره مخامخ وي.

اغلې فاروق وايي:

"ښځو کې دا ناروغي زياته ده خو خاص سببونه‌يې نه‎شته، مګر له ښځو سره ستونزې ډېرې وي، يو خو چې ناروغه شي درملنه‌يې نه‎کېږي، بل دا چې دوى د شرم او پېغور له امله دا ناروغي پټوي، تر ټولو لويه وجه‌يې دا ده چې که په مېرګي اخته مېرمن امېندواره شي، نو درمل خوړل پرېږدي او بيا د مېرګي دورې او ټکانونه ورباندې پيل شي."

ډاکتران وايي، ډېر خلک چې د مېرګي په ناروغۍ اخته وي، نو دوى يې پېرى، کوډې، بده ارواح يا لېونتوب وګڼي او د درملنې پر ځاى تعويذګرو ته ورشي چې ناروغي يې پسې اوږده شي.

د عصبي ناروغيو يو بل متخصص ډاکتر امان‌الله کاکړ وايي، د مېرګي ناروغي له طبي درملنې پرته په دمونو تعويذونو نه‌ختمېږي.

له ده مې وپوښتل چې آيا څو فيصده خلک به د مېرګي ناروغۍ د درملنې پر ځاى تعويذګرو او دمګرو ته ورځي؟

دى وايي:

"که درته ووايم چې تر نيمايي زيات ۶۰ فيصده خلک هغې خوا ته «تعويذګرو» ته ورځي، يوازې د مېرګي نه د هرې ناروغۍ ناروغان ملايانو ته ورځي، دا ښه کار نه‎دى چې په تعويذګرو خلک علاج وکړي، بايد سم علاج وکړي، که سرکاري روغتون او ډاکتر پيدا کړي په اسانه‌يې علاج کېداى شي. کله-کله په معمولي دوا درملنه وشي چې هغه په ښاري او کليوالو سيمو کې په سرکاري روغتونونو کې شته، هغو ګوليو ته موږ ټيګريټال «Tegretol» وايو، که دا دوا هلته ور پيدا کېږي، بايد يو ځل خو هڅه پسې وکړي."

ډاکتران وايي، په پاکستان کې د مېرګي ناروغۍ د زياتېدو يو بل سبب دا هم دى چې په دې هېواد کې د عصبي ناروغۍ متخصص ډاکتران ډېر کم دي، دوی زیاتوي چې دا مهال په ټول پاکستان کې د مېرګي د ناروغانو شمېر دوه ميليونه دی، خو د درملنې لپاره‌يې د عصبي ناروغيو ډاکتران يوازې ۲۰۰ تنه دي.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG