د لاسرسي ځای

تازه خبر

بابر بلوڅ: افغان کډوال په زوره نه اېستل کېږي


د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې پخپل تازه رپوټ کې تور پورې کړى، وايي تېر کال چې له پاکستانه شااوخوا ٣٧٠٠٠٠ افغان کډوال په زوره خپل هېواد ته ستانه کړاى شول، په دې جبري ستنېدنه کې د کډوالو نړيواله اداره يو اين ايچ سي ار هم لاس لري.

رپوټ وايي، په ٢٠١٦میلادي کال کې د راجسټر کډوالو په شمول شپږ سوه زره افغانان د پاکستان له خوا د فشار په نتيجه کې خپل هېواد ته کډه شول چې وايي دا په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوى شمېر دى چې په اجباري ډول ستنېږي.

د ازادي راډيو خبريال بارکوال مياخېل د دې رپوټ په اړه په جنيوا کې مېشت د يو اين ايچ سي ار له عمومي وياند بابر بلوڅ سره مرکه کړې ده:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:17 0:00

XS
SM
MD
LG