د لاسرسي ځای

تازه خبر

" د افغان کډوالو موضوع مو تل له پاکستان حکومت سره څیړلې"


د انساني حقونو څار ادارې هیومن رایټس واچ په خپل یو تازه رپورټ کې تور پوری کړی چې له پاکستانه افغان کډوال په زور اېستل کیږي او د ملګرو ملتونو کډوالو اداره (یو این ایچ سي ار) په دې عمل خاموشه ده نو داسې ښکاري چې هغه هم ورسره په دې سلا ده.

په دې اړه په سویټزر لېنډ کې د یو این سي ار ویاند بابر بلوچ له مشال رېډیو سره په خبرو کې دغه تورونه رد کړل او وې ویل چې دوي وخت په وخت د کډوالو په زرو د ویستلو د اندیښنو په مسله له پاکستان سره خبری کړي دي.

(( تیر کال څه باندې ۳۷۰۰۰۰ رجسټرډ افغان کډوال له پاکستانه خپل وطن ته ستانه شوی خو دا خبره سمه نه ده چې دا د فشار لوجې ساتنه شوي او یواین ایچ سي آر یې په اړه د پاکستانه له حکومت سره خبری نه دي کړي))

د هیومن رایټس واچ د دې رپورټ ترمخه له پاکستانه په داسې حال کې په لکهونو افغان کډوال ویستل شوي چې په افغانستان کې لا هم بدامني دوام لري او په دغه هېواد کې دننه هم په لکهونو خلک د بې کورۍ ژوند کوي.

دا راز پخوانی سفارتکار رستم شاه مومند وايي افغان کډوال په موجوده خرابو امنیتي حالاتو کې خپل وطن ته لیږل مناسب نه دي.

(( که په افغانستان کې امن راغی نو دا کډوال به په هیڅ حال کې پاکستان کې پاتې کیدل نه غواړي. بله دا چې دوي دلته کاروبارونه کوي خو د دې هېواد په اقتصاد یې مثبت اثرات دي. دا راز د پاکستان پهکومو سیمو کې چې افغان کډوال مېشت دي هلته ځايي خلک هم د دوي د ویستلو غوښتنه نه کوي.))

دا چې د افغان کډوالو والو د مشکلاتو حل کولو لپاره یو این ایچ سي ار څه ګامونه پورته کوي؟ بابر بلوچ په دې اړه وویل دوي دې لړ کې د افغانستان، پاکستان او یو این ایچ سي په درې اړخیزو غونډو کې خبری کوي:

(( په دغو غونډو کې مو تل د افغان کډوالو د مشکلاتو په اړه خپلی اندیښنې څرګندی کړی دي او له پاکستانه مو غوښتنه کړی چې د دوي سره دې سخت چلند نه کوي. بیا هم چې دا ډول کومې پیښې مخې ته راشي او مونږ پرې خبر شو نو په اړه به یې لازمي له پاکستاني حکومت سره خبره کوو.))

بلخوا پاکستان په بیا بیا ویلي چې د افغان کډوالو په واپسۍ کې به له زوره کار نه اخیستل کیږي. دا راز د فرورۍ په اوومه نیټه د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ کې د اعلا پایې په غونډه کې یوه فېصله وشوه چې ترمخه یې په پاکستان کې د رجسټر افغان کډوالو د پاتې کیدو موده د روان کال تر دسمبر میاشتې پوری وغځول شوه او د غېر رجسټر کډوالو د رجسټر کولو لپاره د ګامونو پورته کولو منظوري هم ورکړل شوه.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG