د لاسرسي ځای

تازه خبر

'راشئ د والنټاین پر ورځ خپلې تربګنۍ ختمې کړو'


د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد های کورټ په سرکاري کچه او په ولسي ځایونو کې د والنټاین ورځې پر لمانځلو بندیز لګولی او امر یې کړی چې په رسنیو کې دې د دغه ورځې پوښښ یا کورېج نه کېږي. او د ښار انتظامې ته یې په دې لړ کې د اقدام کولو غږ کړی.یاده دې وې چې عبدالوحید خان نومې تن په اسلام اباد های کورټ کې د دې ورځې پرضد درخواست کړی وو. د نوموړي دریځ دا دی چې دا غیر شرعي او غیرقانوني عمل دی او باید ودرول شي.

د فبرورۍ ۱۴مه نېټه د نړۍ په ګڼو برخو کې د والنټاین ورځې (د مینو ورځ) په توګه لمانځل کېږي چې په پاکستان کې یې هم د لمانځلو لپاره تیاری نیول شوی دی او له په سړکونو او بازارونو کې سره ګلونه هم پلورل کېږي.

د دې ورځې په اړه په پاکستان کې دوه نظرونه مخې ته راغلي یوه ډله وايي چې دا مغربي رسم دی او له دې ځان ژغورل پکار دي نو د بلې ډلې وینا ده چې باید د کرکو او نفرتونو پرځای مینه خوره کړل شي.

په پېښور کې د مدني ټولنې یو غړي شفیق ګګیانې مشال راډیو ته وویل چې په دې ورځ باید په خصوصي توګه پښتانه دا ژمنه وکړي چې خپلو کې به تربګنۍ او دښمنۍ ختموي:

(زه خو وایم دا ډېره ښه ورځ ده، پکار دا ده چې موږ پښتانه په دې هم لږ سوچ وکړو چې موږ کومې تربګنۍ کوو کومو دشمنۍ کوو نو پکار ده چې په دې ورځ موږ ژمنه وکړو چې له خپلو وروڼو سره به روغه کوو او مینه به کوو او په خپلو کې به مینه کوو. پکار ده چې پر دې ورځ له زړونو بدنیتی وباسو او څوک چې په دې ورځ بندیز لګوي او نفرتونه خوروي او د کرکو حامیان دي نو هغوی خو د جنګونو هم حامیان دي نو هغوی خو دا غواړي چې د دې خلکو په زړونو کې نفرتونه پیدا شي.)

د والنټاين ډی یا د مېنې د ورځ په اړه په لاهور کې د جماعت اهل سنت پاکستان مرکزي مشر د ۵۰ مفتیانو لخو اعلامیه جاري کړې چې پکې والنټاین ورځغیراخلاقي مغربي تهوار دی باید چې بندیز پرې ولګول شي.

د پېښور پوهنتون پخوانی وایس چانسلر او د سیاسي او مذهبي چارو تجزیه کار ډاکټر قبله آیاز وايي:

(په کوم مشرقي ماحول کې چې موږ ژوند کوو او دلته چې کوم رسمونه او رواجونه دي نو ښکاره خبره ده چې دا ورځ له هغوی سره سمون نه خوري او نه په مذهبي حواله هم. نو موږ ته دې ته کتل پکار دي چې زموږ نوی کهول دې اړخ ته ولې روان دي ځکه چې زموږ په دې ماحول کې بېخي د تفریح ذرایعي نه شته او که چېرې موږ د خپل دین او د مشرقي ماحول مطابق موقعې پیدا کړې وی نو شاید چې دا صورتحال به نه وو.)

د دې ترڅنګ په کراچۍ کې د اتوار په ورځد تعلیمي ادرو زده کونکیو د پرېس کلب مخې ته د ویلنټاین ورځې پرضد احتجاج هم کړی دی.

XS
SM
MD
LG