د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې حکومت د جعلي درملو پلورلو په تور ۳۰ درملتونونه تړلي


د بلوچستان حکومت په دې ايالت کې د بې‌کيفيته او جعلي درملو پر ضد اقدام کړى او په کوټه ښار کې يې ۳۰ درملتونونه د بې‌کيفيته درملو د پلورلو په تور تړلي دي.

د بلوچستان د درملو د څارنې اداره وايي، په دې صوبه کې ۸۰ سلنه جعلي او بې‌کيفيته درمل پلورل کېږي چې وايي، تل پر هغو ناروغانو پلورل کېږي چې له کليوالو سيمو يا له افغانستانه ورځي.

د کوټې ډاکترانو ته چې د بلوچستان له بېلابېلو سيمو يا له افغانستانه ناروغان راځي، وايي په پنډو-پنډو درمل ځینې وړي، خو دغه درمل ډېر کم ناروغ ته شفا ورکوي.

له غزني ولايته راغلى روزي محمد وايي، ډېر ځله چې يې ناروغان راوستي او درملنه‌يې نه‎ده شوې، نو مجبور شوي چې خپل ناروغان يوه تعويذګر ته ورولي.

نوموړی وايي:

"ناروغان مو په وار-وار راوستي دي، خو تر اوسه نه‎دي ښه شوي، د هغه يا ژېړی وي يا يې ملاريا يا بله ناروغي وي مجبوره شو ملايانو ته‌يې ورولو، ځکه درمل بې‌کيفيته وي تأثير نه‎کوي چې پوه شي له افغانستانه راغلي دي، د پنځو زرو د څلورو زرو دوا درکړي هغه هم سپېرې خاورې وي د کار نه‎وي."

کوټه کې شاوخوا ۱۶ سوه درملتونونه دي چې ټول‌يې له حکومت سره راجسټر دي او د روغتيا وزارت له‎خوا څارل کېږي خو خلک شکايت کوي چې دغه اکثر درملتونونه بې‌کيفيته يا جعلي درمل پلوري.

له ږوبه راغلى يو تن حاجي رفيع‌الله وايي، کوټې ته‌یې ناروغان په دې هيله راوړي چې په ښو ډاکټرانو يې درملنه وشي، خو وايي، د بې‌کيفيته درملو خوړلو له کبله‌يې درملنه سمه ونه‌شوه.

دی زیاتوي:

"دوايانې یې کمزورې راکړي سمې نه‎وې، ډاکتران د دواوو له کمپنيو سره خپل تعلقات لري، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې پر ډاکترانو هم وګرځي او پر درملتونونو هم وګرځي."

د بلوچستان حکومت تېرو څو ورځو کې په دغو درملتونونو کې د بې‌کيفيته او جعلي درملو د پلورنې پر ضد ګام واخیست او زياته اندازه جعلي او بې‌کيفيته درمل‌يې ونيول.

د کوټې ښار مرستيال کمېشنر عبدالواحد کاکړ وايي، په تېرو دوو ورځو کې يې د کوټې ښار شاوخوا ۳۰ درملتونونه د ناکاره درملو پلورلو په تور تړلي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

نوموړی وايي:

"موږ تر دوه درځنه زيات درملتونونه د جعلي درملو پلورلو په خاطر تړلي دي، موږ ته زيات شکايتونه له اطرافو راځي، ځکه چې هلته عطاري ډاکتران کېني يا په دغو درملتونونو کې جعلي درمل ناروغانو ته ورکول کېږي، په دغو سيمو کې مو زيات عمليات پيل کړي دي، په دې خاطر چې دوى پر نالوستو يا هغو خلکو چې په درملو نه‌پوهېږي، دغه کاروبار کوي."

د کوټې پر جناح سړک هم سلګونه درملتونونه دي چې ځيني يې په شخصي روغتونونو کې پرانيستل شوي او د دوى د ډاکترانو درمل له دغو درملتونونو پرته بل ځاى نه‌موندل کېږي.

پر جناح سړک په يوه روغتون کې کارکوونکى ځوان رفيع‌الله اڅکزى وايي، که کوم ډاکتر ناروغ ته د بې‌کيفيته شرکت درمل ورليکلي وي او دوى هغه وربدله کړي، ډاکتر ناروغ بېرته ورولېږي او د هغه ليکلي درمل ورکړي.

اڅکزی وايي:

"ډاکتران د درملو له شرکتونو سره جوړ وي او ان خپلې کمپنۍ چلوي، په هغو درملو کې ۲۵ فيصده ګټه درملتون ته ورپاتېږي او ۲۵ فيصده دغو ډاکترانو ته ورکول کېږي، ځيني داسې خلک راځي چې وايي، ډاکتر چې کوم شى ليکلى دى هغه راکړه، ځکه چې وايي ډاکتر ته‌يې بېرته ورښکاره کوو."

د بلوچستان د درمل څارنې ادارې مشر ډاکتر امدادالله وايي، د تېر کال له اکټوبره‌يې چې د بې‌کيفيته او جعلي درملتونونو پر ضد پلټنه پيل کړې، ورته څرګنده شوې چې په دې ايالت کې شاوخوا ۸۰ فيصده جعلي درمل پلورل کېږي.

امدادالله وايي:

"دا وخت موږ د جعلي درمل پلورونکو تر سلو زياتې قضيې محکمې ته لېږلې دي او د دوى پر ضد به زموږ هڅې تر هغه وخته دوام ولري چې دغه خلک چې دا ښه کار په ناوړه توګه کوي مو له دې کاره را ګرځولي نه‎وي او د قانون منګولو ته په سپارلو مو دغه کاروبار ورختم کړى نه‌وي."

ډاکتران وايي، بې‌کيفيته درمل نه‌يوازې ناروغانو ته ګټه نه‌رسوي، بلکې د معدې، پښتورګو او ينې په ناروغيو يې اخته کوي.

د يوې اندازې له مخې په پاکستان کې شاوخوا پينځه څلوېښت زره نمونې درمل دي چې اکثره‌يې د راجسټر شويو شرکتونو له‌خوا جوړېږي، خو ډېر لږ يې ښه با کيفيته او د پاتې نورو کيفيت ډېر ټيټ ګڼل کېږي، د دې تر څنګ ګڼ شمېر داسې شرکتونه هم شته چې پټ په پټه جعلي درمل جوړوي.

XS
SM
MD
LG