د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرصاحب کاروال جنازه خاورو ته وسپارل شوه


د شنبې په ورځ د کابل پولتخنیک پوهنتون استاد، د پارلمان په څوارلسمه دوره کې د خوست وکیل او په ګوندي چارو کې د پخواني جمهور رييس نجیب الله مرستیال میرصاحب کاروال جنازه د دوی په پلرنی هدیره د خوست په متون کې خاورو ته سپارله شوه.

میرصاحب کاروال ۶۷ کاله وړاندې په خوست کې زیږیدلی او د ژوند ډېره برخه يې په چپو سیاسي فعالیتونو کې تېره کړې او د وطن ګوند د رييس د مرستیالی تر کچې يې په بیلابیلو لوړو تصمیم نیونکو کمیټو کې چارې اجراء کړي دي.

د ده شاګردان وايي که څه هم کارول د سیاسي موقف له لحاظه په لوړو موقفونو کې پاتې شوی، خو په اقتصادي لحاظ یې غریب ژوند لاره.

د میرصاحب کاروال د ښوونځي د مهال یو ښوونکي عبدالخالق سروري وايي چې کاروال د ښو ټولنیزو اخلاقو لرونکی او بې کبره سړی وو.

سروري زیاتوي:

((محترم کاروال صیب یو وخت زما شاګرد وو، په مکتب کې دی ډېر زحمتکشه او خوش معاشره سړی وو، ښه نیتی سړی وو، دی هم کوم وخت چې په هغه لوړ موقف کې وو، د ده د سلوک نه داسې نه مالومیده چې دی کوم لوړ موقف لري، ډېر بې کبره او بې غروره سړی وو.))

د پولیتخنیک پوهنتون استاد کاروال یو تن شاګرد وايي، چې نوموړي د خپلو شاګرانو سره ډېر زحمت ګاله:

((زه انجینر امیر کاروال صیب زما استاد وو، د هادرولیک په رشته کې رښتیا ښه استاد وو، په رښتیا زحمتکشه او صادق استاد وو، زه د د ه د استادی له حق نه چې شاګردانو سره يې زحمت ایستلی او یا هغه مینه چې خپل وطن سزه یې درلوده ډېر راضي یم.))

د یاد ګوند ځني پخواني فعالان وايي، چې کاروال د خپلو خلکو او هېواد سره مینه درلوده او د ژوند تر پایه خپلې سیاسي لارې ته وفادره پاتې شو.

سخي جان سرحدي د میرصاحب کاروال د شخصیت په تړاو وايي:

((دی ډېر روشن سړی وو، وطن او خلکو سره يې مینه لرله، بالاخره د ځنو ناخوالو او شخصي علایقو د مخالف نظری سړی وو، وطن ګوند غړی وو، بیا د ډاکټر نجیب مرستیال هم پاتې شوی دی.))

د خوست د ولایتي شورا غړی عبدالولي واحدزی وايي، چې اوسني حکومت د خپلو ژمنو سره سم د هېواد پخوانیو کدرونو ته توجه نه کوي او څنډي ته کوي يې.

((جناب میرصاحب کاروال په خپل وخت کې د تکړه سیاسي مبارزینو له جملې څخه وو، همدا راز یو علمي شخصیت هم وو، زیات شمېر اثار يې هم لیکلي دي، متاسفانه چې اوسنی حکومت،هغه کسان چې د دې وطن او لپاره مثمر تمام کیدای شي، دوی ته زمینه مساعدیږي، په یو او بل نوم د صحنې څخه ایسته کیږي او یا په انزواء کې ساتل شوي دي.))

د یادونې وړ ده، میرصاحب کاروال په ګوند کې د یو ځانګړي فریکسون غړی وو اویو شمېر ګوندیانو پرې له همدې امله نیوکې کولې، چې دی د ګوند په داخل کې د خپل فریکسون غړو ته توجه لري.

کاروال د جنرال شهنواز تڼي د ۱۳۶۸ لمریز کال په پوځي کودتا کې هم په لاس لرلو تورن وو او له هماغه وخته تر اوسه يې په روسیه کې په جلاوطنی کې ژوند کاوه.

XS
SM
MD
LG