د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي اصلاحات: ټول ګوندیزې غونډې رابللو غوښتنه


د پاکستان وزیراعظم نوازشریف ویلي چې قبایل د خپلواکه جوړولو په لړ کې دوی د اتفاق پیدا کولو لپاره اقدامات کړي دياو ډېر ژر به فاټا اصلاحاتي پېکج د کابینې په غونډه کې وړاندې کیږي.

خو ال فاټا سیاسي اتحاد وايي چې دوی په دې باور نه کوي،که حکومت په فاټا اصلاحاتو کې سنجیده وي نو ټول ګوندیزه غونډه دې را وغواړي.

د پاکستان سرکاري خبري ایجنسي ای پي پي وايي،د زیارت په ورځ په اسلام اباد کې نوازشریف ويلي چې د فاټا اصلاحاتو په لړ کې له ځان نه خبرې جوړول کېږي او پکې هېڅ حقیقت نشته.

نوازشریف وویل چې د حکومت ټاکل شوی کمېټۍ د قبایلي سیمو دورې کړي دي او د هغه ځای له خلکو سره یې سلا کړې ده. نو دوی غواړي چې په قبایلو کې اصلاحات وکړل شي د کومې لپاره به د کابینې په راتلونکي غونډه کې فاټا اصلاحاتي پېکج وړاندې کېږي.

د حکومت په دې فېصله د ۶ نیمو قبایلي سیمونه د قامي اسمبلۍ غړی قېصرجمال وویل چې قبایل اصلاحات غواړي نو پکار ده چې حکومت يې ژر تر ژره عملي کړي او د راتلونکې کابینې په غونډه کې يې منظور کړي:

(( د اقتدار چې کومه پارټي ده، او د اقتدار چې کوم خلک دي پکار ده چې د دوی یو ښکاره دریځ مخې ته راشي او دا افواګانې ختمې کړي.نو ښه ده چې وزیراعظم په دې باندې رضا شو چې اصلاحات وړاندې کوي. خو بله خبره دا ده چې که کوم سیاسي ګوندونه په دې اندېښنې لري،لکه پښتونخوا ملي عوامي ګوند یا جمعیت علما اسلام ف ډله نو دا خو د حکومت اتحادي ګوندونه دي.باید چې وزیراعظم ټول ګوندیزه غونډه راوغواړي او د دوی اندېښنې لېري کړي ))

له جنوبي وزیرستان نه د جمعیت علما اسلام ف ډلې د قامي اسمبلۍ غړي مولاناجمال الدین وویل:

(( نور اصلاحات خو به وشي خو چې په خېبرپښتونخوا کې د فاټا ورګډولو کومه خبره ده هغه اوس حکومت کولې هم نه شي. ځکه يي نه شي کولای چې هلته لا نظام نشته او د نظام جوړولو لپاره به دوی تیاري کوي او په دې کې به ۵ کاله لږي. پس له هغې به د خلکو نه تپوس کېږي چې تاسو په خېبرپښتونخوا کې شاملېدل غواړۍ که بل څه غواړۍ.نو اول به د حکومت لخوا د اعلان شوي پېکج هم پته ولګي چې خلکو لپاره يي څه وکړل.دوی يي اباد کړل که نه؟ نو پس له هغې به مالومېږي. انشا الله دا اصلاحات به کېږي او وزیراعظم سمه خبره کړی چې خلک له ځانه خبرې جوړوي ))

خو د ال فاټا سیاسي اتحاد مشر نثارمومند وايي چې دوی د وزیر اعظم په دې خبره باور نه کوي چې قبایلو کې به اصلاحات وکړي:

(( موږ د دې بیخې هر کلې نه کوو.دا خبره عارضي ده.حکومت یوازې زموږ د قبایلو د جذباتو کمولو لپاره داسې قسمه خبرې کوي. موږ سره تر دې وړاندې هم لوظونه شوي دي. که وزیراعظم سنجیده وي او په رېښتیا فاټا کې اصلاحات کول غواړي نو په دې اوونۍکې دننه به ټول ګوندیزه غونډه راوغواړي. نو مالومه به شي چې حکومت له قبایلو سره مخلص دې او دا کار کوي او که نه؟))

تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د روانې میاشتې په ۷ مه نېټه به د کابینې په غونډه کې فاټا اصلاحات وړاندې کېږي خو د فاټا د پارلیمان غړیو په وینا چې وروسته دغه اصلاحات د کابینې له ایجنډې نه وویستل شو.

XS
SM
MD
LG