د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: د کریکټ بورډ د پخواني مشر د ګوښه کیدو دلیل ندی څرګند


د خوست یو شمېر قومي مخور، مدني فعالان او ځوانان د حکومت له چارواکو غواړي چې د کریکټ بورډ د پخواني رییس نسیم الله دانش د ګوښه کېدو لاملونه دې په ډاګه شي.

دوی وايي د کریکټ بورډ پخوانی ريیس پرته لدې چې هغه ته د ګوښه کېدو لاملونه وښودل شي او خبرې ورسره وشي، په ناڅاپي ډول له دندې ګوښه شوی دی.

دوی یادې څرګندونې نن د پنجشنبې په ورځ د خوست د مدني فعالانو او خلکو لخوا د نوموړي د فعالیتونو په ستاینغونډه کې وکړې.

په ستاینغونډه کې چې سلګونو کسانو ګډون کړی وو، ویناوالو پر ولسمشر او د ملي یووالي پر حکومت نیوکې وکړې، چې که له یوې خوا يې خوست خلکو ته د هېواد په مدیریتي چارو کې پوره ونډه نده ورکړې، بل لوري ته هغه یو نیم کدر چې په حکومت کې شته، هغه هم له دلیلونو پرته د چارواکو له لوري له دندو ګوښه کیږي.

د ولایتي شورا پخوانی رييس سیدکریم خان خاکسار وايي، ولسمشر باید د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د خوستوالو سره د کړو ژمنو یوه لږه برخه عملي کړي.

نوموړی زیاتوي:

((د خوستوالو ګیله وه خصوصاً د ولسمشر څخه دوی په انتخاباتو کې ورته ډېر قربانۍ ورکړې وې او ده اعلان کړی وو، چې زه خوستوالو ارګ ته ورسولم، خو متاسفانه لس فیصده يې هم له خوست سره کمک ندی کړی، په غونډه کې د ډېرو خلکو نظر داوو چې د خوست خلکو ته باید په درنه سترګه وکتل شي، کدرونو ته يې باید په سپک نظر ونه کتل شي، باید لا لوړ موقفونه ورکړل شي، ځکه خوستیان په هر ډول مدیریت کولای شي.))

ولي مت خان خادم وايي د دوی ګیله پدې ده چې یو بریالی مدیر د ستاینې او تقدیر پر ځای له دندې ګوښه کیږي او حتی دلیل يې ورته نه روښانوي:

((کریکټ بورډ لپاره نسیم الله دانش لويې بریاوې راوړي، لاسته راوړنې او افتخارات يې راوړي دي، په کار داوه چې دی ستایل شوی او نازول شوی وای، متاسفانه داسې ونشول او د دندې نه داسې ګوښه شو، چې د لیرې کیدو هیڅ دلیل ورته په ګوته نه شو، پدې کې د مرکزي حکومت نه لویه ګیله لرو، زه باوري یم چې دا بې عدالتي به خوستوال یوموټي کړي.))

لیکوال او مدني فعال زاهدشاه انګار وايي، دا موضع يې په کابل کې د ځوانانو د یوې ډلې پر مټ د حکومت له ځینو چارواکو سره هم شریکه کړې وه، خو لامل يې مالوم نشو.

ښاغلي انګار وویل:

((څه موده مخکې هم د ځوانانو یوه ډله ځوانان او مدني فعالان کابل ته تللي وو، هلته يې د بیلابیلو مشرانو سره ولیدل تر څو هغوی ولسمشر ته دا پیغام ورسوي، چې د کریکټ بورډ د پخواني رییس ښاغلي نسیم الله دانش د ناڅاپي ګوښه کېدو علتونه او دلایل دوی سره شریک کړي.))

د کریکټ بورډ پخواني رييس نسیم الله دانش د خوست له اوسیدونکو مننه کوي، چې دده د خدمتونو په خاطر يې ستاینغونډه جوړه کړې ده.

دی وايي، د کریکټ بورډ څخه د نوموړي د ګوښه کېدو په باب ده سره هېڅ ډول خبرې ندي شوي.

هغه ګیله وکړه، چې د نظام یو لوړ رتبه مامور له دندې ګوښه کیږي، خو لږ تر لږه ده سره تماس نه نیول کیږي.

ده له ولسمشر وغوښتل، چې ويې غواړي او ده ته د ځان د سپیناوي او د کریکټ د بریاوو د شریکولو موقع ورکړي:

((یو مافوق د رتبې مامور له دندې څخه ایسته کیږي، له هغه دا پوښتنه نه کیږي، چې ته پدې دلایلو له وظیفې لیرې کیږې، دې خبرې ما ته ګیله درولې ده، چې ولسمشر دې ما د سپیناوي لپاره وغواړي.))

نسیم الله دانش د دې پوښتنې په ځواب کې چې په ټولینزه میډیا کې پر ده داسې تورونه پورې شول، چې د کریکټ د لوبغاړو تر منځ يې د مور او میرې سلکوک کاوه، وویل، د رييس په کاري لایحه کې یواځې هغه وخت د لوبغاړو په مسایلو کې د داخلیدو خبره رامنځته کيږي، چې د لوبډلې ناکامۍ تر بریاوو ډېرې وي، حال دا چې د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې پرلپسې بریاوې درلودې، نو پدې حالت کې اصلاًد ده د مداخلې موضوع نه مطرح کېده.

XS
SM
MD
LG