د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرېملين د ناقد روغتيايي وضعيت په ښه کېدو دی


ولاديمير کارا مورزا جونير(فايل فوټو)
ولاديمير کارا مورزا جونير(فايل فوټو)

دا دوم ځل دی چې ولاديمير کارا مورزا ناروغه کېږي او کورنۍ او دوستان يې تور لګوي چې هغه ته قصدا زهر ورکړل شوي دي.

کرېميلن ناقد ولاديمير کارا مورزا جونير چې د سختي ناروغۍ له کبله په روغتون کې بستر شوی وو اوس په هوش کې راغلی او طبي حالت يې په ښه کېدو دی.

دا دوم ځل دی چې دی ناروغه کېږي او کورنۍ او دوستان يې تور لګوي چې هغه ته قصدا زهر ورکړل شوي دي.

د ولاديمير کارا مورزا وکيل وادم پروخوروف د چارشنبې په ورځ پر فېسبوک پانه و ليکل چې د ولاديمير زړه سم کارکوي او که څه هم خبرې نشي کولای البته له خپلې مېرمن سره په اشارو غږېدلای شي.

دده مېرمني يو ګېنيا کارا مورزا مشال راډیو ته ويلي، ډاکټرانو په مرحله واره توګه هغه له وېنټي لېټره لري کړی او اوس په خپله ساه اخلي، زړه او پښتورګي بې له داروګانو کار کوي.

۳۵ کلن کارمورزا د فبرورۍ په دومه نېټه د ماسکو هسپتال د عاجلو ناروغانو په کوټه کې بستر شوی وو.

وروسته يې مېرمنې ويلي وو چې دده پښتورګو کار پرې اېښی وو او په مصنوعي تنفس ژوندی ساتل شوی وو.

د نوموړي کورنۍ وايي، دده ددغه ناروغي د ۲۰۱۵ کال له هغې ناجوړۍ سره يې ورته ده چې د دوی په باور دده د سياسي هلو ځلو په غبرګون کې قصدا زهر ورکړل شوي وو.

د کارمورزا ناروغۍ د امريکا کانګرس په غړيو کې اندېښنه را پېدا کړې وه چې فکر يې کولی ښايي د سياسي هلو ځلو له وجې په نښه شوی وي.

کارا مورزا د پخواني شتمن ميخايل خدرکوفسکي د غير حکومتي ادارې اوپن رشيا مرستيال وو چې د امريکا کانګرس غړيو په مخکې يې د روسيې پر چارواکو او د رسنيو پر خاوندانو د بنديز ونو لګولو وکالت کړی وو.

د روانې اوونۍ په سر کې يو ګېنيا کارامورزا ويلي وو چې ډاکټرانو مالومه کړه چې خاوند ته يې سخت زهر ورکړل شوي البته د زهرو مواد مالوم نه دي.

دې زياته کړه چې د هغې د خاوند د ويني، وېښتانو ، د ګوتو نوکانو نمونې يې د معاينې لپاره د اسراييل ليبارتوار ته لېږلي وو.

دې دا هم وويل، کار مورزا د خبرو کولو جوګه نه وو البته سترګي یې رپولای شوې.

کار مورزا ويلي دي، په ۲۰۱۵ م کال کې چې ناروغه شو نو وجه يې هغه پرمختلي زهر وو چې يوازي امنيتي ادارې ورته لاس رسۍ درلودلای شي.

۳۵ کلن کارمورزا د فبرورۍ په دومه نېټه د ماسکو هسپتال د عاجلو ناروغانو په کوټه کې بستر شوی وو.

تر دې وړاندې دده ناروغۍ د امريکا کانګرس غړيو کې اندېښنه پېدا کړې وه چې فکر يې کولی ښايي د سياسي هلو ځلو له وجې په نښه شوی وي.

د ريپبلکن ګوند بانفوذه سناتور جان مېکن چې د ولسمشر پوتن سخت ناقد دی د سېشنبې په ورځ د سېنا غونډې ته د وينا پر مهال وويل، ښکاري چې کارامورزا ته يو ځل بيا زهر ورکړل شوي دي او دا ځکه چې هغه د ظالم او خطرناکې ټولځواکۍ پرضد د مبارزې خپله عقيده ژوندی ساتلې ده.

XS
SM
MD
LG