د لاسرسي ځای

تازه خبر

"حکومت د ايف، سي، آر پر ځای رواج ايکټ راوستل غواړي"


په قامي اسمبلۍ کې د قبايلي سيمو استازي وايي حکومت دې د دوی د سيمو آيني حیثیت بدلولو مخکې هلته پرمختيايي کارونه پيل کړي او په راتلونکې کې چې قبايلو په اړه هره کمېټه جوړيږي بايد له قبايلي سيمو د پارلمان غړي پکې وي.

د جمعې په ماښام اسلام اباد کې شوې خبري غونډه کې د فاټا پارلماني استازو حاجي شاه جي ګل، غالب خان، محمد نظير، قېصر جمال، حاجي بسم الله خان، ساجد حسېن طوري او ډاکټر غازي ګلاب جمال برخه درلوده.

قېصر جمال تر خبري ناستې وروسته مشال راډيو ته وويل چې په فاټا اصلاحاتو ځينو قبايلي پارلماني استازو اندېښنې لرلې خو خبرو اترو ورستو د دغه استازو اندېښنې ليري شوې.

د نوموړي وينا وه چې حکومت د اېف سي آر پرځای رواج اېکټ راوستل غواړي. هغه زياته کړه: (( له حکومته مو وغوښتل چې که رواج ايکټ راځي نو پارليمان کې د قبايلو استازي بايد ترې خبر وي او موږ يې بايد برخه يو. حکومت راسره دا منلې ده.))

نوموړي همداراز وويل چې حکومت بايد قبايلو کې پرمختيايي کارونه هم وکړي. ((حکومت د قبايلي سيمو د ابادۍ په خاطر لسو کلونو لپاره د کال سلو اربو روپو د لګولو وعده کړې ده. دوی وايي مخکې تر دې چې قبايلي سيمې په خيبر پښتونخوا کې شاملې شي، په دغو پيسو به پکې کارونه کيږي.))

اسلام اباد کې تېره هفته هم د قبايلي سيمو اصلاحاتو په اړه جرګه شوې وه
اسلام اباد کې تېره هفته هم د قبايلي سيمو اصلاحاتو په اړه جرګه شوې وه

په قبايلي سيمو کې اصلاحاتو لپاره وزيراعظم نواز شريف ۲۰۱۵ کال کې د سرتاج عزيز په مشرۍ پنځه کسيزه کميټې جوړه کړې وه. يادې کمېټۍ د قبايلي سيمو له دورو ورسته خپلو تيار کړل شویو سپارښتنو کې ويلي دي چې قبايلي سيمې دې په مرحله واره توګه په خيبر پښتونخوا کې شاملې شي. خو جميعت علماء اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ تېره هفته يوې جرګې کې په دې وړانديزونو اندېښنې ښودلې وي او وايي دا کار د قبايليو خوښ نه دی. خو د قبايلي سيمو سياسي اتحاد بيا وايي چې د دوی پرمختک د خيبر پښتونخوا سره په ګډېدو کې دی.

په همدې حال کې قامي اسمبلۍ کې د فاټا پارلماني مشر شاه جي ګل اپريدي دې لړو کې د راتلونکې ګل پر ورځ اسلام آباد کې يوه جرګه رابللې ده.د نوموړي په وينا چې د ملک ځيني سياسي ګوندونو د قبايلي سيمو پر اصلاحاتو سياست پيل کړی دی. د هغه په وينا واضحه پېغام ورکول غواړي چې د قبايلي سيمو ښه راتلونکی د خيبر پښتونخوا سره په شاملېدو کې دی.

XS
SM
MD
LG