د لاسرسي ځای

تازه خبر

بهر مېشتي پاکستانیان له سرشمېرنې بهر


د سږني کال ۲۰۱۷ له ۱۵م مارچه پیلېدونکې سرشمېرنه به په دوو پړاونو کې کېږي.

د پاکستان شماریاتو ادارې فیصله کړې، هغه پاکستانیان به په سرشمېرنه کې نه شاملوي چې له شپږو میاشتو او تر دې له زیاتې مودې راهیسې له هېواده بهر مېشت دي.

په دې لړ کې د سرشمېرنې کمېشنر حبیب الله خټک د زیارت په ور ځ مشال را‌ډیو ته وویل چې د شماریاتو ادارې مشر آصف باجوه په مشرۍ غونډه کې فیصله شوې چې له ۱۵ م مارچه شورو کېدونکې سرشمېرنه کې به هغه پاکستانیان نه شمېرل کېږي چې د روزګار یا د تعلیم په لړ کې له هېواده بهر تللي دي.

د نوموړي په وینا چې څوک هم په کومه صوبه کې اوسېږي هغوی به هم د هغې صوبې اوسېدونکي شمېرل کېږي.

حبیب الله خټک زیاته کړه:

"موږ به د سرشمېرنې دوران له خلکو پوښتو چې ستاسو څوک څوک په بهر ملک کې مېشت دي نو د هغوی به بس هم دومره مالومات راټولو خو هغوی به نه شمېرل کېږي او نه به د ابادۍ برخه ګرځول کېږي."

په اسلام اباد کې د شماریاتو ادارې فیصله کړې چې کوم پاکستانیان له شپږو میاشتو یا تر دې له زیاتې مودې راهیسې په بهر ملکونو کې مېشت دي هغوی به په سرشمېرنه کې نه شمېرل کېږي او نه به هغوی د پاکستان د آبادۍ برخه ګڼل کېږي.

یاده دې وي د سږ کال له ۱۵م مارچه پیلېدونکې سرشمېرنه به په دوو پړاونو کې کېږي.

په لومړي پړاو کې به د خیبر پښتونخوا مردان او پېښور ډیویژن، د پنجاب په لاهور، فېصل اباد، ډېره غازي خان او سرګودها ډیویژن او د سیند په کراچۍ حيدرآباد او میرپورخاص ډیویژن او د بلوچستان په کوټه، ژوب، سبي او نصیراباد، قلات او مکران ډیویژن او په اسلام اباد کې سرشمېرنه کېږي.

په دویم پړاو کې به د خیبر پښتونخوا په هزاره، ملاکنډ، کوهاټ، بنو او ډېره اسماعیل خان ډیویژن او د پنجاب په ګوجرانواله، پنډۍ، بهالپور، ملتان او ساهیوال ډیویژن او د سیند په لاړکانه، سکر، بې نظیر اباد او په قبایلي سیمو او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کې به سرشمېرنې کېږي.

سراج ظهیر – مشال راډیو – اسلام اباد

XS
SM
MD
LG