د لاسرسي ځای

تازه خبر

"حکمتیار ژر کابل ته ستنېږي"


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب‎اسلامي وایي، کله چې د دوی غوښتنې ومنل شوې، مشر به‌یې کابل ته راشي.

د حزب‎اسلامي غوښتنې، پر دغه ګوند د لګېدلو بندیزونو لیرې کېدل، د یو شمېر بندیانو خوشې کول، د راستنېدونکو کډوالو لپاره‌یې د ځمکې ټاکل او کابل کې د حکمتیار د استوګنې معلومول دي.

د حزب‎اسلامي جګپوړي غړي محمد امین کریم وویل، کابل کې څو ځایه په نښه شوي دي چې حکمتیار به هلته اوسي، خو تر اوسه پرېکړه نه‎ده شوې.

ښاغلي کریم ازادي راډیو ته وویل چې د اوس لپاره دی نه‌شي کولای چې د دې ځایونو نومونه واخلي خو بیا یې هم د حکمتیار لپاره د خوښې ځای په اړه څرګنده کړه.

د حزب‎اسلامي جګپوړی غړی محمد امین کریم
د حزب‎اسلامي جګپوړی غړی محمد امین کریم

نوموړی وايي:

"داسې ځای نه‎وي چې خلک د مراجعینو له زیات تګ راتګه په عذاب شي، نو که لږ ګوښه ځای وي، غوره به وي. دوهم باید دا ځای د امنیت له پلوه مناسب وي، درېیم باید لوکس او دولتي ځای نه‎وي، څلورم هم دا چې پته‌یې اسانه وي."

امین کریم زیاته کړه، که د دوی غوښتنې ومنل شي حکمتیار به د روانې سلواغې میاشتې تر اخره کابل ته راشي.

تر دې مخکې امین کریم مشال راډیو ته ویلي و چې له حزب‎اسلامي سره د سولې د تړون کارونه ورو مخته ځي.

خو ښاغلي کریم تېره شپه مشال راډیو ته وویل، هیله‌مند دی چې ټاکلی کمېسیون به ډېر ژر د دوی غوښتنې ومني.

تر دې مخکې له حزب‎اسلامي سره د سولې تړون د پلي کېدو کمېسیون مشر اکرم خپلواک ویلي و چې د حزب‎اسلامي د ۴۰۰ بندیانو لېست به ډېر ژر وڅېړل شي او جمهوري ریاست ته به واستول شي، خو تر دې دمه معلومه نه‎ده چې دغه څېړنې به څومره نور وخت ونیسي.

حزب‎اسلامي وایي چې د دوی د لومړنیو معلوماتو له مخې د افغانستان په زندانونو کې د دوی شاوخوا ۲۶۰۰ بندیان دي.

تر اوسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او امریکا له تور لېسته د حزب‎اسلامي د مشرتابه د نوم د لیرې کېدو برخه کې پرمختګ نه‎دی شوی، دا هم یو له هغو شرطونو څخه دی چې کابل ته د حکمتیار د راتګ لار هواروي.

XS
SM
MD
LG