د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال د خوست له لارې د سولې بهير پیلولو غوښتنه کوي


Khost
Khost

د خوست والي حکم خان حبیبي غوښتنه وکړه چې د سولې عمل دې د خوست له لارې پيل شي.

د افغانستان خوست ولایت چارواکي له حکومت او وسلوالو غوښتنه کوي چې د روغې جوړې بهير دې له خوست څخه پیل کړي.

د سېشنبې په ورځ د خوست والي حکم خان حبیبي د سولې د عالي شورا د پخواني مشر پیر سیداحمد ګیلاني د فاتحې په مراسمو کې وکړه.

په فاتحه کې د خوست د ملکي او پوځي مسوولینو سربېره، قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځايي اوسیدونکو ګډون وکړ.

د خوست د وروستۍ یوې پیړی د سیاسي بدلونونو دروازه پاتې شوې او اوسمهال هم تر بل هر ځای ډېر دلته د سولې لپاره وړ عیني او ذهني شرایط برابر دي، نو له دې لارې به د سولې خبرې ګټورې تمامې شي. حاجی رسول محمد خان

د خوست والي غوښتنه وکړه چې د سولې عمل دې د خوست له لارې پيل شي

هغه زياته کړه،

((زه یو ځل بیا د طالبانو په مشرتابه غږ کوم او په ټولو وسلوالو مخالفینو غږ کوم د قران شریف پدې مصداق باندې چې وعتصمو بحبل الله جمیعا و لا تفرقو، زموږ غېږه خلاصه ده، راځئ دا خوست د خپل ځان لپاره د سولې دروازه وګرځوئ، له همدغې دروازه نه په استفادې راځئ د سولې د کارون سره یو ځای شئ.))

قومي مشر حاجي رسول محمد خان د ښاغلي حبیبي څرګندونو ته په کتو مشال راډیو ته وايي، چې خوست د وروستۍ یوې پیړی د سیاسي بدلونونو دروازه پاتې شوې او اوسمهال هم تر بل هر ځای ډېر دلته د سولې لپاره وړ عیني او ذهني شرایط برابر دي، نو له دې لارې به د سولې خبرې ګټورې تمامې شي.

حاجي رسول محمد خان تڼی زياتوي،

((د افغانستان په تاریخ کې د لويې پکتیا په ځانګړي ډول د خوست خلکو په سیاسي ډګر کې ډېر ښه رول لوبولی دی، زه فکر کوم د خوست د والي صیب خبره هم همدې مسالې ته متوجه وه، د خوست خلک د افغانستان د جوړښت لپاره هر ډول تیاری لري، دې لپاره علماء، مشران او ځوانان ټول اماده دي، که چیرې مخالفین وکولای شي، د خوست د لارې د سولې لاره اختیار کړي دا به پر ځای وي.))

قومي مشر حاجي محمدقیوم خان وايي، چې دې هېواد ته د سولې راوستل د افغان حکومت تر څنګ د وسلوالو طالبانو مسوولیت هم دی.

د سېشنبې په ورځ په خوست کې د سولې د عالي شورا د پخواني مشر پیر سیداحمد ګیلاني د فاتحې مراسم ترسره شول.
د سېشنبې په ورځ په خوست کې د سولې د عالي شورا د پخواني مشر پیر سیداحمد ګیلاني د فاتحې مراسم ترسره شول.

قومي مشر حاجي همیم منګل پدې نظر دی، چې پدې هېواد کې د اوږدو جګړو د ختمولو لپاره د دیني احکامو تر څنګ په نوره نړۍ کې هم د سولې د هڅو د کامیابی ښې تجربې شته، چې باید چارواکي او ولس ورڅخه ګټه واخلي :

په خوست کې د فاتحې د مراسمو ویناوالو د سولې د عالي شورا د پخواني رييس پیرسیداحمد ګیلاني هغه هڅې وستایلې چې پدې هېواد کې يې د سولې د ټینګښت په خاطر کولې.

دوی په ځانګړي ډول د ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې وروستۍ تړون د پیر سیداحمد ګیلاني د پرلپسې هڅو او کوښښونو یوه لاسته راوړنه وبلله.

XS
SM
MD
LG