د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمدزبېر د سېند صوبې ګورنر نومول شوی


د پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې کراچۍ ډويژن مشر سنېټر نهال هاشمي وايي، د نجکارۍ کمېشن مشر محمد زبير د سېند صوبې د ګورنر نومول شوی دی.

د سېشبې په ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې نهال هاشمي زياته کړه چې محمد زبېر به د زيارت په ورځ د ګورنر په حیث لوړه کوي.

که څه هم په سرکاري توګه ددې خبر تصديق نه دی شوی البته خپله محمد زبير هم د دوشنبې په ماښام د پاکستان يوه شخصي ټيلي ويزيون ته ويلي، ده ته د ګورنر جوړېدو ويل شوي دي.

نوموړی د سعيدالزمان صديقي چې شل ورځې وړاندې د ورپېښې ناروغی له کبله مړ شوی وو، پر ځای ګورنر نومول شوی دی.

محمد زبېر د پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې مخکښه مشر دی او د تحريک انصاف د يو مشر او د قامي اسمبلۍ غړي اسد عمر ورور دی.

نوموړی په۱۹۵۶م کال د مارچ په ۲۳ م د خېبرپښتونخوا په اېبټ اباد کې زېږېدلی وو چې لومړنۍزده کړې يې په اېبټ اباد او پنډۍ کې کړې دي.

محمد زبېر د پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې مخکښه مشر دی او د تحريک انصاف د يو مشر او د قامي اسمبلۍ غړي اسد عمر ورور دی.

محمد زبېر د کراچۍ له وتلې ادارې انسټيټيوټ اف بزنس اېډمنسټرېشن (ايي بي ای)څخه ماسټري کړېاو له فراغت وروسته يې امريکايي کمپنۍ ايي بي اېم سره کار پیل کړ چې ۲۰۰۷م کاله پورې يې ددې کمپنۍ لپاره د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې کار وکړ.

نوموړي په ۲۰۱۲م کال کې په مسلم ليګ ن کې ګډون وکړ .

د نجکاري کمېشن وېب پاڼې له مخې محمدزبېر د ۲۰۱۳م کال د جولايي مياشتې بيا د۲۰۱۳م کال تر دسمبره د سرمايه کارۍ د بورډ مشر پاتې شوی دی.

خو نوموړی دا وخت د پاکستان د نجکارۍ کمېشن مشر دی او دده د کار مودې په دوران کې د پاکستان د مختلفو ادارو د شخصي کولو پرېکړې شوې چې لا هم عملي شوې نه دي.

XS
SM
MD
LG