د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ګوزڼ پر ضد درې ورځنی کمپاین پیل شو


د افغانستان په ختیځ زون کې د پوليو یا ګوزڼ د مخنيوي درې ورځنی کمپاین پیل شو. د روغتیا چارواکي وايي چې په ختيځ کې به تر یو ميليون پورې هغو ماشومانو ته د پوليو پر ضد د ويکسينو دوه څاڅکې ورکول کيږي، چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي.

د پوليو پر ضد د دوه څاڅکو ویکسینو کمپاین د دوشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې د استاد هاشمي له مدرسې پيل شو.

د کمپاين پرانسته د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکټر نجیب کاموال يوه ماشوم ته د دوه څاڅکو ويکسينو په ورکولو سره وکړه.

نوموړي وويل چې په دغه کمپاين کې به په ننګرهار کې تر اوه لاکه پورې هغو ماشومانو ته د ويکسینو دوه څاڅکې ورکړل شي چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي.


(( نن د پوليو پر ضد د ۲۰۱۷ م کال لومړنۍ افتتاح لرو، دا به په ټوله ختیڅه حوزه کې وي، چې د ننګرهار په کچه به اوه سوه زره هغه ماشومان چې عمرونه يې تر پينځو ګلونو کم وي، د راتلونکو دريو ورځو په جریان کې به ویکسين کيږي او هغه ماشومان چې غیر حاضر وي، یا بل ځای ته میلمانه تللي وي، په څلورمه ورځ به ویکسين کيږي. د ټول زون په کچه به تر یو ميليون زیات ماشومان ويکسين کيږي. خوشبختانه د ۲۰۱۷ م کال له پيله تر دې دمه په ټول افغانستان کې د پوليو يوه پېښه هم نه ده ثبت شوې.))

د ننګرهار د حج اوقافو او ارشاد سرپرست رييس مولوي مطهر د جوماتونو په امامانو غږ وکړ چې د پوليو په تطبیق کې د روغتيا پالو او رضاکارو سره مرسته وکړي.


(( پر امانو مې غږ دا دی چې د ماشوم صحت ته چې کوم شی ضرر رسوي، باید د هغې مخنیوي وکړي، او په ټول ولس غږ وکړي چې د پوليو له کارمندانو سره تعاون او معاونت وکړي.))

خان محمد کاکړ چې خپل ماشومان يې ويکسينو ته راوستي وو، په نورو هېوادوالو غږ کوي چې خپلو ماشومانو ته ویکسين تطبیق کړي.

(( په شين سهار مې خپل ماشومان راوستل او د پوليو څاڅکې مې ورته تطبیق کړل. او په نورو هېوادوالو هم غږ کوم چې خپل ماشومان ويکسین کړي، تر څو دغه پوليو مرض زموږ له هېواد نه ورک شي. زه تل غواړم چې ماشومان مې سالم او روغ وي او نور هېوادوال هم سالم او روغ ليدل غواړم. باید ويکسین وکړي تر څو د فالج له مرض څخه وژغورل شي.))

يو ماشوم چې ویکسين ورته تطبیق شوي و، پر نورو ماشومانو غږ کوي چې د پوليو وايرس ضد ځانونه ويکسين کړي.


(( ما ویکسین وکړل، نور ماشومان دې هم ویکسین وکړي، چې شل نه شي.))

د ننګرهار د روغتیا چارواکي وايي چې د ۲۰۱۶ کال په اوایلو کې يوازې په ننګرهار ۷۵۰۰۰ ماشومان د ويکسینو له تطبیق څخه پاتې کېدل، خو په خبره يې چې سږکال به په ننګرهار کې تر ۱۰۰۰۰ پورې، کونړ کې ۴۰۰۰ پورې او په لغمان کې ۳۰۰ تنو پورې ماشومان د بد امنيو له امله د پوليو پر ضد د ويکسینو له څاڅکو محروم پاتې شي.

XS
SM
MD
LG