د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد نظر بنده کړل شوی


پاکستاني چارواکي وايي، د جماعت الدعوه مشر حافظ محمد سعید یې په خپل کورکې نظر بنده کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وويل، د حافظ سعید پر ضد دغه ګام د ملګرو ملتونو لخوا جماعت الدعوه د ترهګرې ډلې ګرځولو وروسته اخستل شوی دی.

پر حافظ سعید د ۲۰۰۸م کال د هند ممبۍ ښار په برېد کې د لاس درلودلو تور دی چې پکې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.

نوموړي زياته کړه، دا ډله له ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ مېلادي کال راهيسې تر څار لاندې وه او ملګرو ملتونو يې پر ضد پرېکړه ليک هم منلی وو نو هم دې ته په پام سره يو رياست ته پکار ده چې په دې اړه څه نه څه اقدام وکړي.

حافظ محمد سعید د دوشنبې په ورځ په لاهور کې له خبریالانو سره په خبره کې تور پورې کړ چې د امريکا په فشار يې پر ضد اقدام شوی خو دی به خپله دوسيه عدالت ته وړي.

په حافظ سعید د ۲۰۰۸م کال د هند ممبۍ ښار په برېد کې د لاس درلودلو تور دی چې پکې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.

یو لوړ پوړي پاکستاني چارواکي رويټرز خبري اژانس ته ویلي، که څه هم د حافظ سعید د نیولو په اړه د امریکا ولسمشر ډونلډټرمپ لخوا له پاکستان سره مستقيمه تماس نه دی نيول شوی خو البته اسلام اباد په دې اړه د واشنګټن فشار احساسوي.

XS
SM
MD
LG