د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې سرشمېرنې لپاره دوه لکه پوځيان ځای پر ځای کيږي


د پاکستان حکومت د سرشمېرنې ځنډيدو وجه د ترهګرۍ روانه جګړه کې د پاکستاني پوځ بوختوالی ښودلی وو. حکومت ويلي وو چې نه غواړي پر پوځ د سرشمېرنې د امنيت بوج ورزيات کړي. خو د سپريم کورټ تر حکم وروسته، حکومت تر دې وروسته د روان کال په مارچ کې د سر شمېرنې کولو اعلان وکړ.

په پاکستان کې د راتلونکې سرشمېرنې امنيت ساتلو لپاره دوه لکه پوځيان ځای پر ځای کيږي. د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو ادارې (ISPR) پرونۍ خبرپاڼه کې راغلي چې د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه د ملک د شپږمې کورشمېرنې او سرشمېرنې امنيت لپاره يو پلان منظور کړی دی.

په پاکستان کې ۱۹ کاله وروسته د مارچ پر ۱۵مه نېټه په داسې حال کې سرشمېرنه پېلېږي چې د لکونو کسانو پېژند پاڼې (شناختي کارډونه) بند دي چې زياتره يې پښتانه دي. په دې حالت کې دوی نه نشي کولای چې ځان او د کورنۍ غړي په دې پروسه کې ثبت کړي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان څه موده مخکې ويلي وو چې په تيرو درو کلونو کې يې د شاوخوا څلور نيم لکه کسانو شناختي کارډونه بند کړي دي. د شناختي کارډ جوړولو قامي ادارې ((نادرا)) په وينا دا شناختي کارډونه بهرملکيانو ته ورکړل شوي وو چې اوس دوی بند کړي او د پاکستان د لازمو اسنادو په وړاندې کولو سره به يې بېرته ور خلاص کړي. خو د بند کړل شوو شناختي کارډونو څښتنان دا تورونه ردوي.

په پاکستان کې ملتپاله ګوندونه وايي، د شناختي کارډونو بندول به په راتلونکې سرشمېرنه کې پر پښتنو منفي اغېز وکړي.

پاکستان کې په داسې حال کې سرشمېرنه کيږي چې د لکونو پښتنو شناختي کارډونه بند دي او کيدای شي په راتلونکې سرشمېرنه کې شمار نه شي

په دې لړ کې سياسي ګوندونو او عامو پښتنو د کوټې او پېښور په شمول په يو شمېر ښارونو کې احتجاجي مظاهرې کړي خو تر اوسه يې ستونزه نه ده حل شوې. په سېنېټ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند استازی عثمان خان کاکړ وايي، په بند کړل شويو شناختي کارډونو کې څلور لکه د پښتنو دي.

خو د سیاسي او قانوني چارو څيړونکي شهاب الدین خټک مشال ريډيو ته وويل چې سرشرمېرنه د وسايلو د ويش لپاره ضروري ده. ((د آيين تر مخه هر لس کاله بعد بايد سرشمېرنه وشي خو له بده مرغه پاکستان کې داسې ونه شول نو اوس د سرشمېرنې کېدل ښه خبره ده.))

پاکستان کې وروستئ سرشمېرنه په ۱۹۹۸ کال کې شوې او په دغه سرشمېرنه کې د پاکستان ټوله آبادي ۱۳ کروړه ۵۰ زره ښودل شوې وه.

XS
SM
MD
LG