د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د قابله وو او نرسانو ګمارنې ته اړتیا ډېره ده


د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې د مور او ماشوم د مړینې د کچې د راکمولو لپاره د روغتیا په خصوصي او حکومتي سکټورونو کې د ښځینه قابله وو او نرسانو ګمارنې ته اړتیا ډېره ده.

د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې د مور او ماشوم د مړینې د کچې د راکمولو لپاره د روغتیا په خصوصي او حکومتي سکټورونو کې د ښځینه قابله وو او نرسانو ګمارنې ته اړتیا ډېره ده.

دوی پدې وروستیو کې په یاد ولایت کې د روغتیايي زده کړو د مرکزونو څخه په ځانګړي ډول د لسګونو نجونو او ښځو فارغیدل یو ښه پرمختګ بولي او هیله څرګندوي چې د فارغو شویو قابله وو په ګمارنې سره به د مور او ماشوم د مړین کچه راټیټه شي.

د جمعې په ورځ د روفي له روغتیايي مرکز څخه د یو شمېر قابله وو د فراغت په مراسمو کې د خوست د عامې روغتیا رييس ډاکټر ګل محمدالدین محمدي منګل مشال راډیو ته وویل، چې په اطرافي سیمو کې د قابله وو د ګمارنې اړتیا ډېره ده او دوی به دا نجونې د عامې روغیتا وزارت د پالیسو په رڼا کې په خصوصي او حکومتي کلینکونو او روغتونونو کې وګماري.

ډاکټر ګل محمدالدین محمدي زیاتوي:

((په ټول افغانستان کې خصوصاً په خوست کې چې یوه سرحدي سیمه ده، د زنانه نرسانو او قابله ګانو شتون ته په کې ډېر ضرورت دی، زه د عامې روغتیا د مسوول په صفت ډېر خوشبین یم، چې د ښځینه نرسانو او قابله وو په فراغت سره به وکولای شو، چې پدې سرحدي ولایت کې د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه کړو، د عامې روغتیا وزارت د پالیسیو مطابق به دوی په خصوصي او حکومتي کلینیکونو کې جذب کړو.))

د روفي د روغتیايي زده کړو د انستیتوټ مشر ډاکټر سیدعارف روفي وايي، چې یاد مرکز دوه کاله وړاندې په فعالیت پیل کړی او دوی سږ کال په خپله اوله دوره کې یواځې ۲۴ نجونې د قابلګی د زده کړو فارغانې لري، خو د نرسنګ برخه يې درې کلنه ده او په راتلونکې کال کې به فارغان ټولنې ته وړاندې کړي.

د ده په وینا دا مهال د یاد مرکز په پنځو بیلابیلو روغتیايي برخو کې محصلان پر زده کړو بوخت دي او تمه ده چې په نوي کال کې به ځنې نوې څانګې هم په کې ایجاد شي.

د قابله ګی د څانګې دوې تنې فارغانې وايي، که په هر ځای کې ورته د خدمت زمینه برابره شي، نو دوی به د مور او ماشوم د ژوند ژغورنې لپاره ورش.

هغوی زیاتوي:

((نومې ثنا ده د قابله ګۍ څخه فارغه شوې یم، غواړم چې په اینده کې خپلو خویندو او میندو ته همدارنګه خپلو نویو پیدا شویو ماشومانو ته خدمت وکړم، دلته د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې مسلکي کسانو ته ډېر ضرورت دی.

نوم مې یاسمین اکاخېل زه د روفي روغتیايي زده کړو د انسټیټیوت د فارغینو له جملې څخه یم، غواړم د خپلو میندو د ژوند د ساتنې لپاره او د ټولنې د بچیانو لپاره په کوم ځای کې چې زما لپاره مساعد شي، غواړم چې د خپل مسلک په رڼا کې خدمت ترسر کړم.))

د خوست د ولایتي شورا غړی نورشاه نوراني بیا د فارغانو غواړي، چې د طبابت د مسلک تقدس او سپيڅلتوب ته پام وکړي او په روغتیايي خدمتونو کې دې ځانونه له توپیرزو چلندونو لیرې وساتي:

((د ولایتي شورا د غړو په استازیتوب مې د دغو خویندو څخه هیله او غوښتنه داده چې دوی عندالله او عندالرسول پرته له مذهبي تبعیضه، پرته له قومي تبعیضه، پرته له کلیوالي سلیقو او پرته له نورو شخصي چلندونو څخه دوی په ښه شان سره طبابت ترسره کړي او په ښه شکل سره خپلو هېوادوالو لپاره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.))

د یادونې وړ ده په خوست کې په وروسیتو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د نرسنګ او قابله ګی د یو شمېر برنامو سربیره په خوست کې د احمدشاه ابدالي، رووفي او حکیم تڼیوال د طبي زده کړو په نوم هم درې مرکزونه په فعالیت بوخت دي، چې لسګونه نجونې او هلکان په کې نیمه لوړې طبي زده کړې سرته رسوي.

XS
SM
MD
LG