د لاسرسي ځای

تازه خبر

سيند اسمبلۍ د ماشومانو مزدورۍ ضد قانون منظور کړ


د چارشنبې په ماښام د سيند اسمبلۍ تر څوارلس کلونو کم-عمره ماشومانو باندې د مزدورۍ کولو پر ضد قانون په متفقه توګه منظور کړ.

د دغه قانون له مخې که یو کارخانه د څوارلس کالو نه کم عمره ماشومانو ته کار نه ورکوي او تر اتلس کالو پورې به هم ماشومان يواځې له خپل مور پلار سره کار کولی شي

”په سيند کې د ماشومانو په روزګار کولو بندېز ۲۰۱۷" په نوم جوړ د دې قانون د سېوري لاندې به کومه اداره يا کارخانه هر هغه چا ته نوکري يا روزګار نه ورکوي چې عمر يې د څوارلسو کالو نه کم وي او هر هغه ماشوم چې عمر يې د څوارلسو کالو نه تر اتلسو کالو پورې وي د خپل مور يا پلار سره د ورځې درې ساعته پورې کار کولی شي

په سيند اسمبلۍ کې دا قانون سينیېر وزير نثار محمد کوړو وړاندې کړ او په متفقه توګه منظور کړل شو خو د ځایناستي ګورنر اغاسراج دراني له لاسليکولو وروستو به په رسمي توګه د قانون برخه شي.

د ماشومانو حقونو یوه مبارز ارشدمحمود د دغه قانون په اړه وویل چې مرکزي حکومت په ۱۹۹۱م کال دا قانون جوړ کړی او منظور کړی خو د سيند او مرکز په قانون کې توپير دا دی چې مرکزي حکومت د ماشومانو په کار بندېز نه وو لګولی او سيند حکومت پرې په مکمله توګه بندېز ولګولو خو نوموړی ګيله لري چې قانون جوړ شي خو عمل پرې ډېر کم کېږي.

''تر دې وړاندې په ۲۰۱۵م کې خیبر پښتونخوا او په ۲۰۱۶م کې د پنجاب اسمبلۍ هم داسې قانون منظور کړي خو له بده مرغه عمل نه پرې کېږي، د دې يو نزدې تعلق د ماشومانو د لازمي او وړيا زده کړو کوم قوانين (او په خصوصي توګه د پاکستان د ايين ۲۵ الف ارټيکل) سره هم دی."

د سيند اسمبلۍ له اړخه منظور شوي دې قانون کې ويل شوي چې هر هغه څوک چې سرغړونه وکړي نو ورته به شپږ مياشتې قېد او تر پنځوست زره روپو پورې سزا ورکول کېږي خو که څوک د کوم ماشوم نه خطرناک کارونه اخلي نو هغه ته به تر درې کاله قېد او يو لاک روپۍ جرمانې پورې سزا ورکول کېږي

په پاکستان کې په مرکزي کچ په ۱۹۹۱م کې د ماشومانو د روزګار د نه کولو دپاره قانون جوړ شوی خو د يو راپور تر مخه پاکستان په نړۍ کې په درېم نمبر دی چرته چې زيات ماشومان مزدورۍ کوي

د قانون نه عملي کېدو په اړه ارشدمحمود وايي چې دلته قانون جوړ شي خو د هغې د عملي کولو دپاره چې کوم ګامونه پورته کول پکار دي نو هغه په حکومتي کچ يا د متعلقه ادارو له اړخه نه پورته کېږي

د نوموړي په وېنا چې دلته د بوديجې ورکولو سره سره د ادارو ترمنځه خپلې اړيکې هم هغه رنګ نه وي لکه څنګه چې پکار وي بله دا چې په عام ولس کې هم د دې قانون لړ کې خبرتيا ډېره ضروري ده

تېر کال د مزدورانو د نړيوال سازمان انټرنېشنل لېبرارګنايزېشن په يو راپور کې ويل شوي وو چې په پاکستان کې د يو کروړ نه زيات ماشومان مزدورۍ کوي چې پکې د دوه نيم لکه نه زيات د خلکو په کورونو کې کارونه کوي

XS
SM
MD
LG