د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد له کابل سره د اړیکو ښه کولو خواهش کړی


د چارشنبې ورځ په اسلام آباد کې د پاکستان وزير اعظم نواز شريف د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز او په افغانستان کې د برتانيا سفير ډومنيک جرمي په خپله لیدنه کې د ترهګرۍ ضد پر بریاوو خبرې کړې دي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارات په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عزيز له برتانوي سفير سره په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو ترڅنګ له کابل سره د اسلام اباد اړیکو ښه کولو خواهش هم ښودلی دی.

پر دې مهال برتانوي سفير ټينګار وکړو چې په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو په لړ کې یې هېواد هر ډول مرستې ته تیار دی۔

د خبرپاڼي له مخې دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې لپاره د جوړ جاړي لړۍ جاري ساتلو پر اړتیا رضا وښودله.

د پاکستان او افغانستان د تعلقاتو په اړه کار پوهان وايي چې دواړو ته به خپلمنځيو ناندریو یا اختلافاتو پر ځای د سولې لپاره عملي ګامونه پورته کول وي.

خبريال رحيم الله يوسفزی وايي چې د دواړو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی زياتشوی چې له وجې یې په افغانستان کې امنیتي عمل اغېزمنېدای شي نو ځکه غربي ملکونه او د ناټو ځواکونو اتحادي ملکونه دا نه غواړي چې د هغوی پنځلس کلنه خواري بېځایه تمامه ولاړه شي.

د نوموړي په وینا د پاکستان پوځ مشر په ورستيو کې له افغان ولسمشر سره رابطې کړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکیو ښه کولو لپاره يو بهتره ګام دی او چې تر څو پاکستان او افغانستان دواړه په خپلو کې ناست نه وي درېيم هېواد دا شخړې نه شي هوارولی.

"تاسو وګورئ چې په افغانستان کې کوم مهم رول دی، هغه د امريکا دی او بيا تر هغه پس موږ دا ويلی شو چې د برتانيا رول هم مهم دی. برتانيا د افغانستان په حالاتو کې ډېره تجربه لري او له پاکستان سره يې هم ښه اړيکې دي۔ نو برتانيا هم په دې کې ښه هلې ځلې کولی شي۔ خو دا به هله کېږي چې پاکستان او افغانستان، امريکا يا برتانیا ته يو کردار اختيار ورکړي خو دمګړۍ ماته داسې هېڅ نه ښکاري ځکه چې تر څو پاکستان او افغانستان له يو بل سرهخپلې رابطې زياتي کړې نه وي نو درېيم هېواد د دوی تر منځه اړيکې نه شي ښه کولی."

خبريال طاهر خان وايي چې د سولې عمل او په افغانستان کې تلپاتې امن راستو لپاره ضروري ده چې دواړه ملکونو په خپلو پالیسو غور وکړي او د خپلمنځیو شخړو ختمولو لپاره له دواړو خواوو عملي ګامونه پورته شي.

دی وايي چې د افغانستان او پاکستان تعلقات چې تر څو ښه شوي نه وي نو په دواړو هيوادونو کې امن راتلل ګران دي.

"ذمه واري د دواړو ده، د يوبل اندېښنو ته د يو بل ګېلو ته مثبته ځواب دې ورکړي۔ دواړه هېوادونه باید په مطبوعاتو کې د يو بل پرضد له تورونو او بيانونو ورکولوډډه وکړي۔ ګنې دا مسلې به هم داسې پاتې وي او دواړه هېوادونه به ترې متاثره کېږي."

د پاکستان او افغانستان تعلقات هله د کړکېچ ښکار شول چې په ۲۰۱۶م کال کې د پاکستان لخوا د ډیورنډ کرښې پر تورخم د یوې دروازې جوړولو اعلان وکړ او د دواړو هېوادونو لخوا وخت په وخت د سختو بيانونو له راتلو سره حالان نور هم بحراني شول.

XS
SM
MD
LG