د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانان هر کال ۲۸۵ میلیونه ډالره بهر پر درملنې لګوي"

سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې په یوه راپور کې چې د چارشنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي دي، لا هم د افغانستان د روغتیایي چارو برخه له سختو ستونزو سره مخامخ ده.

د سیګار د راپور له مخې دا په داسې حال کې ده چې یوازې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې «USAID» د افغانستان پر روغتیایي چارو نېږدې یو نیم میلیارد ډالر لګولي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت هم ویلي دي چې ۷۲ په سلو کې هغه ناروغان چې د هېواد دننه‌یې درملنه نه ‎ده شوې، بهر ته ځي.

​په انګرېزي ژبه د سیګار د دغه راپور لوستلو لپاره پر دغه لېنک کلېک وکړئ.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG