د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانستان کې د شلو ډلو پنځوس زره ترهګر فعاليت کوي"


افغان چارواکي وايي امنيتي ځواکونو يې په سيمه کې د بې امنۍ خوريدو مخنيوي لپاره د ترهګرو ډلو خلاف سخت عمليات کړي خو جګړه مارو سره د ګاونډيو اړيکې د دوی مبارزه کې خڼدونه پيدا کړي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ نن مشال ريډيو ته وويل چې د بهرنيوو وسله والو سره د طالبانو اړيکې بهرنيوو ترهګرو ته ځای ورکړی چې په راتلونکې کې ټولې سيمې ته ګواښ جوړوي.

هغه زياته کړه: ((زموږ اندازه دا ده چې افغانستان کې ټولې ۲۰ ترهګرې ډلې موجودې دي. دوی خوا اوشا پنځوس زره جګړه مار لري. زموږ ځواکونه د افغان طالبانو او حقاني شبکې سربېره، له پاکستاني وسله والو لکه لشکر طیبه، تحريک طالبان پاکستان او نور، د مرکزي اسيا هيوادونو او نړيوالو ترهګرو لکه القاعده او داعش د ختمولو په مبارزه اخته دي.))

په دې وروستيوو کې افغان چارواکو وويل چې طالبانو ته ايراني وسلې رسيدلې. روسانو هم طالبانو سره له خپلو تماسونو پرده پورته کړه. افغان چارواکي وايي که ګاونډي هيوادونه د وسله والو سره دوستي ساتي، دا د هيچا په ګټه نه ده.

افغانستان ته د ضرب عملياتو وروسته د بهرنيوو وسله والو ورتګ ډېر شو

کابل کې د شخړو د حل او سولې د مطالعاتو د مرکز مشر حليم الله کوثري مشال ريډيو ته وويل افغانستان کې د بهرنيوو وسله والو د ډېريدو لويه وجه دا ده چې دوی دلته ځان خوندي ګڼي.

هغه وايي: ((دومدار جنګونه د دې سبب شوي چې وسله والې ډلې فکر وکړي چې افغان ځواکونه په ګڼو ځايونو کې په جګړو بوخت دي. دوی فکر کوي چې افغان ځواکونه کمزوري دي او د ټولو وسله والو ډلو د ختمولو توان نه لري.))

خو افغان چارواکي وايي افغانستان کې د فعالو وسله والو مرکزونه په پاکستان کې دي او تر څو چې يې هلته رېښې ختمې شوې نه وي نو ترهګري به دوام لري. د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري نن مشال ريډيو ته وويل چې خوا او شا دري لکو افغان امنيتي ځواکونو مبارزې د ترهګرۍ د خورېدو مخه نيولې ده.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي وويل: ((که زموږ د ځواکونو قربانۍ نه وای نو وسله والو به افغانستان کې داسې مرکزونه جوړ کړې وو چې نور هيوادونو ته به يې هم امنيتي ستونزې زيږولی.))

په افغانستان کې د بهرنيوو جګړه مارو د ډېريدو خبره په داسې مهال کيږي چې تمه ده د امريکې نوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ به راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان په اړه خپلې پاليسي اعلان کړي.

د کندوز ولايت پخوانی والي او د سيمه ييزو چارو کارپوه، عمر صافی وايي که امريکا په پوره ډول له افغانستانه ووځي نو دا به د سيمې هيوادونو ته د لاس پوڅو ډلو د استعمال لا نوره ښه موقع په لاس ورکړي. هغه زياتوي: ((ډونلډ ټرمپ خو وايي چې د ترهګرۍ خلاف دی نو چې داسې ده، بايد د افغانستان سره د ترهګرو ځپلو کې ډيره مرسته وکړي. که امريکا له دې ځايه ووځي نو مانا دا ده چې دا لوبه روس، ايران او پاکستان ته پريږدي.))

افغان چارواکي وايي د دوی په خاوره د بهرنيوو ترهګرو شمېر تر هغې وروسته ډير شو چې پاکستاني ځواکونو په قبايلي سيمو کې د عملياتو کولو سره داوسله وال افغانستان ته ورواړول. خو پاکستاني چارواکي وايي دوی د ټولو ډلو خلاف يو شان عمليات کړي او ځپلي دي.

XS
SM
MD
LG