د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په پاکستانیو رسینو کې د ښځو لپاره سپکه ژبه کارول کېږي'


د ښځو حقونوپه اړه کارکونکې غېر سرکاري اداره عکس وايي چې په پاکستانيو مطبوعاتو کې د ښځو لپاره سپکه ژبه استعمالېږي او د ښځو د تقدس خيال نه ساتل کېږي.

د یادې ادراي عکس یوه چارواکې ښایسته وايي چې هغوی پر ښځو له زياتي سره سره په دې اړه څېړنې کوي چې په مطبوعاتو کې د ښځو لپاره ولې سپکه ژبه او ټکي استعمالېږي.

د نوموړې په وېنا چې په ټولنه کې کله پر يوه ښځه تشدد وشي او يا د جنسي زياتې ښکار شي نو په مطبوعاتو کې د هغې د تقدس خيال نه ساتل کېږي او هم له دې سره سره د هغې د کورنۍ او د هغې د ذات پرده هم ختمه شي.

د ښځو حقونو لپاره کار کونکې د عورت فاونډيشن ادارې چارواکې صایمه منير وايي چې په مطبوعاتو کې د مقابلې او نا پوهې له وجې دا قسمه خبرې مخې ته راځي او يوه ښځه کله د همدردۍ نمونه وړاندې کړي او کله د يوې ښځې مجبوري دومره په بيا بيارپورټ کړي چې هاغا د آسانۍ پر ځايې نوره د مسلو ښکار شي.

په دې لړ کې خبرياله فرزانه علي وايي هغه په دې خبرې سره اتفاق کوي چې په مطبوعاتو کې د ښځو د مسلو په اړه منفي تصوير ښودل کېږي او د مطبوعاتو ترمینځه مقابلې له وجې د صحافتي اخلاقياتو هم خيال نه ساتل کیږي.

د دې په وینا چې داسې قسمه مسلې يو خو د خبريالانو د ناپوهۍ او بله د مجبورې له لاسه را مخې ته کېږي.

خو د وخت سره سره خبريالانو د خبر جوړولو صلاحيتونو ښه کولو په اړه تربيتي غونډې روانې دي.

د ښځو حقونو لپاره کار کونکې ادارې وايې چې د خبريالانو سره سره په مطبوعاتي ادارو کې د صحافتي اخلاقياتو د عملي کولو ضرورت دې او مطبوعاتو ته مقابلې او خپلو مفادو لپاره د چا ذاتي ژوند په مسلو کې نه د ې اچول پکار.

XS
SM
MD
LG