د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد تعليمي ادارو ته د منشیاتو ځېنې رسوونکي ګرفتار


د پاکستان سرښار ضلعي انتظامیه ادعا کوي چې په تعلیمي ادارو کې د نشي توکو پرضد مهم کې یې نهه ککړ کسان نیولي دي. دا کسان له قایداعظم پوهنتونه او له میره ابادۍ څخه نیول شوي دي.

د اسلام اباد ضلعي انتظامیې مشر مشتاق احمد مشال راډیو ته وویل د ښار په سکولونو کې ورته د نشي توکیو کارولو په اړه رپورټونه ترلاسه شوي ول او هم دد ې له وجې دوی دا مهم له تېرو دوو اونیو جاري ساتلی دی.

د نوموړي په وینا په راروانو څو ورځو کې به په دې لړ کې د سکولونو انتظامیو سره هم خبرې کېږی او د غیر سرکاري ادارو په مرسته به د زده کونکیو لپاره د اګاهۍ یو کمپاین هم پیلوي.

،،د نشي توکیو رسولو ذرایعې مختلفه دي، په دې زموږ کا رروان دی او دا ذمه واري موږ د منشیاتو مخنیوي ادارې د اې اېن اېف د استخباراتو د څانګې لګولې ده چې دا منشیات څوک تر دې زده کونکو پورې رسوي نو هغوی به موږ نیسو. زموږ لپاره د منشیاتو خرڅونکې زیات مهم دي او دې پرضد زموږ کار هم روان دې. د دې پر ضد نه صرف اې اېن اېف بلکې سپېشل برانچ هم کار کوي،،

د اسلام اباد د ضلعي انتظامیې مشر مشتاق احمد په وینا چې دا زده کوونکیو دپوډرو ، چرسو ، شرابو او د کوکېن نشې کوي.

په دې ورستیو کې د سکولونو ښه والي لپاره کارکونکې غېر سرکاري اداره ساسي د سروې د لارې ویلي وو چې د اسلام اباد پرایوېټ سکولونو کې ماشومان په مختلفو منشیاتو اخته دي.

غېر سرکاري ادارې ساسي په وېنا چې پراېوېټ سکولونو کې د نشي توکو د استعمالولو شرح درې څلویښت فیصده او په سرکاري سکولونو کې دا شرح دوه فیصده ده.

مشال راډیو سره په خبرو کې د ساسي مشرې ډاکټر ماریه سلطان ووېل په سکولونو کې د زده کونکو د منشیاتو استعمال په اړه کومه سروې چې موږ وکړه نو دا د هغې سروې یوه وړه برخه ده او په نورې سروې لا کار روان دی.

د دې په وېنا چې د منشیاتو استعمال وس کم عمره ماشومانو کې زیات کتل شوې دي.

،، په دې سروې کې موږ ته مختلف څیزونه ښکاره شوې یو دا چې یوه منظمه ډله دا کار کوي او چرته کې دا هم ښکاره شوې چې په دې کې انتظامیه هم ککړه ده. داسي نور هم وجوهات شته چې دا تعلیمي ادارې د نشي توکو د خرڅولو مرکزونه جوړیږي. د نشي توکو استعمالولو عمرونه چې مخکې وو نو هاغه پنځویشت نه درې څلویښت کاله عمره کې وو اوس دا په ورو ورو کم عمرې ته راروان دې،،

ډاکټر ماریه سلطان په وېنا چې د نشي توکو د استعمال دا سروې یې د سېنټ د داخله امورو کمېټې ته هم وړاندې کړې او حکومتي چارواکو دې لړ اقدامات وچتول هم شروع کړې دي.

د نوم نه ښودلوو په شرط یو زده کونکې مشال راډیو ته ووېل چې په عام توګه زده کونکې د خوند لپاره د چرسو نشه کوي خو دا عادت نه جوړوي.

ده دا هم ووېل چې نن سبا زده کونکو د وییښ پاتې کيدو لپاره د آیس نشه هم شروع کړې.

د ذکر ده په تېر یولسم جنوري د داخله چارو وزارت یوې خبر پاڼه کې ویلي شوې وو چې د داخله وزارت لخوا د منشیاتو پرضد مهم پېل شوې او د اسلام اباد ضلعی انتظامیې ته هدایت شوې چې خپل مهم کې دې تندي راولي.

داخله وزارت په بیان کې دا هم راغلې وو چې د منشیاتو پرضد د مهم آغاز له قایداعظم پوهنتونه شوی وو.

XS
SM
MD
LG