د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار:‎ پير سيد احمد ګيلاني خاورو ته وسپارل شو


د افغانستان ملي اسلامي محاذ مشر او د سولې د عالي شورا رییس پير سید احمد ګیلاني جنازه د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې ادا شوه او مړی يې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو. د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د ملي یووالي د حکومت پر اجراییه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سربير ګڼو لوړو پوړو دولتي چارواکو او د افغانستان له ګوټ، ګوټڅخه د هغه عقیدت مندانو ګډون کړی و.

پير سيد احمد ګيلاني د تدفين کميسیون مشر د ننګرهار والي ګلاب منګل په غاړه لرله، نوموړي د ننګرهار د ولس په استازیتوب په جنازه کې له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه، ويې ویل:

''د افغان سپيڅلي جهاد رهبر، ستر او عالي شخصيت، او د افغان ولس خواخوږی، لوی انسان د جناب پير صاحب وفات، یقیناً د هیواد، خلکو او په ځانګړې ډول سره د لوی ننګرهار ټول ولسونه ډېر غمجن کړي دي او په دې وير کې ځانونه د حناب پير صاحب درنې کورنۍ سره، خواږو سره او مينه والو سره شريک بولي.''



د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجراییه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې په لار کې د پير سيد احمد ګيلاني هڅې وستایلې او ژمنه يې وکړه چې افغانستان ته د سولې راستو په برخه کې به د ارواښاد لار تعقیبوي.

''پير صاحب سيد احمد ګيلاني په دې وروستيو کې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د غوښتنې په اساس د سولې شورا د مشرتابه عهده پر غاړه درلوده. مخکې چې دلته راروان وم، يو خبريال ما نه پوښتنه وکړه چې پير صاحب خو وفات شو، کېدای شي چې له حمکتيار صاحب سره چې کومه موافقه شوې په دې کې کوم بدلون راشي، ما د افغانستان خلکو ته د ده له لارې اطمنان ورکړ چې دا یوه سپېڅلې وجيبه ده، ولصلح الخير، موږ به د سولې په لار کې د هغه مرحوم د لارویانو په توګه خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوو.''

د پير سيد احمد ګيلاني د جنازې په مراسمو کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو څخه د هغه عقیدتمندانو برخه اخيستې وه، يو تن يې له مشال راډيو سره په خپرو کې خپل احساسات څه دا رنګه شريک کړل.

''زه د زابل ولایت څخه مولوي عبدالظاهر، حنیفي القادري دغه مریدان چې زموږ په شاو خوا کې تاسو وینئ،دا عاشقان مینان ټول د جناب پير صاحب په جنازه کې د ګډون لپاره راغلي دي. پير صاحب مبارک نه د چا ځمکه لاندې کړې، پير صاحب مبارک نه د چا بې ځایه وینه تویه کړې ده، دا يو روحاني فقير و، له ده سره یوازې د افغانستان نه، بلکې د ټولې دینا په کچه يو اسلامي فکر و، له ده سره يو سياسي فکر و.''

پير سيد احمد ګيلاني د پير نقیب صاحب سيد حسن ګيلاني په کور په ۱۳۱۱ لمریز کال د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې دنیا ته سترګې غړولي وې، تر دولسم ټولګي پورې يې د امام ابوحنیفه په مدرسه کې زده کړې وې د کابل پوهنتون د شریعاتو له پوهنځي څخه فارغ شوی و. په ۱۳۵۷ لمزیز کال کې يې ًپه افغانستان کې د کمونستي نظام پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ او د ملي اسلامي محاذ په نوم يې ګوند جوړ کړ. ارواښاد پير سيد احمد ګيلاني په دې وروستيو کې د افغانستان د سولې د عالي کمیسیون د ريیس په توګه ګمارل شوی و.


په ۱۳۹۵ لمریز کال د سلواغې په دویمه نيټه د ورپيښې ناروغۍ له امله په کابل کې ومړ او په څلورمه نېټه چې د دوشنبې له ورځې سره برابره وه، د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

XS
SM
MD
LG