د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د قلندر ولسوالي دې خپلې سیمې ته ولېږدول شي


د خوست د قلندر ولسوالۍ اوسیدونکي د ځايي ادارې غواړي، چې د دوی ولسوالي دې په خپله سیمه کې فعاله کړي.

دوی زیاتوي، په قلندر کې د دولتي حاکمیت نشتون د دې لامل شوی، چې هلته د بیارغونې کارونه ترسره نشي او خلک يې له پرمختګونو محرومه پاتې شي.

بل لوري ته د ځايي ادارې چارواکي د خلکو غوښتنې پر ځای بولي، خو وايي چې قلندر ولسوالي سړک نلري، نو ځکه يې ولسوالي ښار ته په نږدې سیمه کې فعاله کړې ده.

د دوی په وینا نوي کال کې به قلندر ته سړک جوړ شي او د سړک له جوړولو سره جوخت به هلته د ولسوالۍ ملکي او پوځي ادارې ولېږدول شي.

د قلندر ولسوالۍ یو تن قومي مشر حمیدګل منګل مشال راډیو ته د یادې سیمې د خلکو غوښتنو د وړاندې کولو تر څنګ وايي، کچیرې د دوی ولسوالي خپل موقعیت ته ولېږدول شي، نو ځايي خلک به دوی سره د امنیت په ګډون په ټولو برخو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

حمیدګل منګل زیاتوي:

((نو د قلندر د سیمې د خلکو اساسي ستونځه داده چې هلته دولتي حاکمیت شتون نلري، ولسوالي په مرکز کې فعاله ده، د پرمختګ مخه دې نیولې چې ولسوالي په خپل ځای کې نده، موږ حتی قلندر ولسوالۍ ته خام سړک هم نلرو، د ولسوالۍ تعمیر نلرو، زموږ د قلندر خلک په هلمند کې جنګیږي، عسکري په کنړ کې کوي، نو په خپل نږدې قلندر کې به هم عسکري وکړي او د خپلې ولسوالۍ ته به ساتنه وکړي.))

د یادې ولسوالۍ یو بل تن قومي مشر عبدالحنان هم د خپلو خلکو د غوښتنو او ستونزو یادونه کوي:

((که زموږ ولسوالي په خپل اصلي موقعیت کې فعاله شي، موږ د ولسوالۍ مشرانو کشرانو د حکومت نه ملاتړ کړی دی او کوو يې، نه سړکونه لرو، نه صحي اوبه لرو، نه کلینکونه لرو، ښوونځي نلرو، د قلندر خلک د سختو مشکلاتو سره مخامخ دي، سړک هلته وجود نلري، کرنیزې ځمکې لري خو اوبه او بندونه نلري.))

په ولایتي شورا کې د منګلو د سیمو څخه یو تن استازی قدیم افغان په خپلو خبرو کې د قلندر د سیمې د خلکو غوښتنې پر ځای بولي او زیاتوي، چې خپلې اصلي سیمې ته د ولسوالۍ انتقال د خلکو تر ټولو مهمه غوښتنه ده.

قدیم افغان وايي:

((د خلکو غوښتنې دادي چې ولسوالي دې د قلندر خپل اصلي موقعیت ته انتقال شي، دا یوه لسیزه کیږي هغه کارونه چې باید یوې سیمې ته وشي دوی ته ندي شوي، دوی سړک نلري، د څښاک د اوبو مشکلات لري، د صحت په برخه کې ستونځې لري، فعال کلینکونه نشته، که وي نو تش په نوم به وي، مکتبونه که وي تعمیر نلري، استادان نشته، دا ستونځې دي.))

د قلندر ولسوالي له نږدې یوې لسیزې د خوست د متون مینې په سیمه کې چې د ورغه کلي سره په څنګ کې پرته ده، موقعیت لري.

د ولسوالۍ د اداري چارو د پرمخ بېولو لپاره د یوې نسبتاً هوارې غونډې پر سر څوک کانتیرونه اېښودل شوي دي.

د قلندر ولسوال ورښمین ګل بشري وايي، د ولسوالۍ په اصلي سیمه کې دولتي حاکمیت نشته او د ځايي ادارې په لزومدید لدې ځایه د ولسوالۍ د خلکو ځنو اړتیاوو ته رسیده ګي کوي.

ورښمین ګل بشري زیاتوي:

((د خلکو مشکلات د شوراګانو په واسطه حل وفصل کوو، تاسو وینئ چې دا د مرکز ساحه ده، خو د دولت لزومدید دی، دلته فعلاً د ورغه کلي په ساحه کې پراته یو، په قلندر کې هېڅ اداره نشته.))

بلخوا د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ وايي، چې ولسوالي يې لدې کبله د ښار اړوند سیمې ته لېږدولې چې قلندر ولسوالي سړک نلري.

نو له سړک پرته امنیتي ځواکونو او ملکي ادارې ته په یاده غریزه سیمه کې اکمالات ستونځمن دي.

نوموړی ډاډ څرګندوي، چې په نوي کال کې قلندر ته سړک په پلان کې دی او د سړک په جوړیدو سره به ولسوالي یادې سیمې ته ولېږدول شي.

مبارز محمد ځدراڼ زیاتوي:

((د ولسوالۍ د یو ځای نه بل ځای ته انتقال یواځینی لامل دادی چې دا ولسوالي په ډېرو لیرې درو کې موقعیت لري، نو ستونزمنه به وي چې د سړک د نشتون له کبله زموږ امنیتي ادارې په وخت او زمان هغه ځای ته اکمالات وکړي، نو پردې اساس زموږ د ولسوالۍ د انتقال چارې تر اوسه ځنډنۍ شوي، زه ستاسو د رسنیو له لارې په ډاډ سره وایم، چې د سړک د بشپړولو په وروستۍ مرحله کې به موږ او تاسو د دې شاهدان وو، چې قلندر ولسوالي به هم زموږ د نورو ولسوالیو په شان په خپل پخواني موقعیت کې به قرار ولري او هلته به زموږ ملي بیرغ رپانده اوسي.))

مبارز محمد ځدراڼ دا هم وویل، چې ځايي اداره په یاده ولسوالۍ کې د بیارغونې کارونو ته ژمنتیا لري او خلک کولای شي، خپلې اړتیاوې او غوښتنې لدوی سره شریکې کړي.

د نوموړي په وینا د خوست سیمه ییزه اداره د بیارغونې په برخه کې د ولسوالیو او اداري واحدونو تر منځ متوازن انکشاف او پرمختیا په پام کې نیسي او د همدې اصل په رڼا کې خپلې برنامې پلې کوي.

XS
SM
MD
LG