د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې له یوه خصوصيروغتیایي مرکز نه لسګونه فارغ شول


د پنجشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت د ډاکټر عبدالکبیر روغتیایي علومو انسټیټیوټ څخه ۶۰ تنه ځوانان فارغ شول.

دوی د لابراتوار او فارمسۍ په برخو کې دوه کلنې عملي او نظري نیمه لوړې زده کړې کړي دي.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت له یاد روغتیايي مرکز څخه فارغو شوو ګډونوالو ته وویل، چې د ځوانانو په شان د نجونو لپاره هم بایده دي، چې روغتیايي زده کړې وکړي تر څو نورو ښځو ته وړ روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت زیاتوي:

((خوند به يې کړی وای که زموږ د وروڼو تر څنګ خویندې هم ناستې وای، ځکه دوی هغه میدان ته راوځي چې هلته خور او ورور په ګډه د دې ټولنې درملنه وکړي، شرایطو ته په کتو، پکتیکا ته په کتو او کلتوري محدودیتونو ته په کتو موږ هیله من یو، چې د صحت عامې د ریاست په چوکاټ کې که میډوایفې خویندې فارغیږي، د دې خصوصي انسټیټیوټ نه به هم انشاالله زموږ خویندې فارغې شي.))

په همدې حال کې د عبدالکبیر روغتیایي علومو انسټیټیوټ مشر رحیم ګل زیارمل وویل چې انسټیټیوټ یې د فارمیسۍ او لابراتوار په برخو کې ځوانان روزي چې د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو زمینه يې هم برابره کړې ده.

دده په خبره په راتلونکې کال کې به د انستیتوت برخې نورې هم زیاتې کړي:

((نن شپیته کسان چې ۲۷ تنه د لابراتوار او ۳۳ تنه له فارمسي څخه فارغیږي او جامعې ته د خدمت لپاره انشاالله وړاندې کیږي، یاد انستیټوټ د راتلونکې کال لپاره د غاښونو د څانګې لپاره هم وړاندیز کړی دی.))

له همدې انسټیټیوټ یو تن فارغ محصل پدې خوښي څرګندوي چې له دوه کلنو زده کړو وروسته ټولنې ته د خدمت جوګه ګرځي:

((زما نوم محمد نواب دی، زه د ډاکټر عبدالکبیر د روغتیايي علومو له مرکز څخه فارغ شوی یم، دوه کلن تحصیلات مې سرته ورسول، نو زه به کوښښ وکړم تر څو خپلو ولس ته ډېر خدمت وکړم، خصوصاً د خپلې ولسوالۍ خلکو ته، موږ ډېرې ښې نظري او عملي زده کړې کړي دي او ښه نتیجه مو اخیستې ده.))

په پکتیکا ولایت کې له یوه روغتیایي انسټیټیوټ څخه په داسې حال کې ۶۰ تنه محصلین فارغیږي چې له دې څو ورځې وړاندې د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې لسګونه قابلې د قابله ګۍ له مرکزه فارغې شوې او دا مهال يې د یاد ولایت په روغتیايي مرکزونو کې دندې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG