د لاسرسي ځای

پراګ - د جمعې پر ورځ د منتخب امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لوړې مراسمو لمانځلو او د هغه پر ضد د احتجاج په موخه په لکونه خلک واشنګټن ته ورغونډېږي.

په رسمي ډول د ټرمپ تر ولسمشرېدو یوه ورځ مخکې هم کارکوونکو د واشنګټن په مرکز کې خاردار تارونه لګول او شاوخوا ۱۵ فوټه لوړ دېوالونه او د ګاډو پر مخ یې خنډونه ولاړول.

د اضافي امنیتي اقداماتو په ترځ کې په ځېنو کوڅو کې له شګو ډکې لارۍ درول شوې دي.

د پنجشنبې پر ورځ د پلازمېنې په ملي مال سیمه کې د موسیقۍ اوازونه اورېدل کېدل ځکه چې په لېنکن تالار کې تخنیکي کارکوونکو د الاتو معاینې کولې.

ماښام په هغه تالار کې د موسیقۍ محفل جوړ شو.

د جنورۍ د ۱۹مې پر غرمه په پوځي الوتکه کې واشنګټن ته تر رسېدو وروسته د رېپبلېکن ګوند له خوا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ او نورو چارواکو د ارلېنګټن په ملي هدیره کې په جګړو کې د امریکاییو سرتېرو پر قبرونو څادرونه وغوړول.

ټرمپ ژمنه وکړه چې نه یوازې به ((اصلي بدلون)) راولي بلکې د هېواد وېشل شوی ولس به هم متحدوي. د نوموړي دې لنډو خبرو اورېدو ته په زرګونه ملاتړي ورغونډل شوي ول. ده وویل، ((هېواد متفقوي)) او ((داسې کارونه به کوي چې په ډېرو لسیزو کې د هېواد لپاره نه دي شوي.))

ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د امریکا ۴۵م ولسمشر په توګه له باراک اوباما څخه واک تر لاسه کوي چې تر اتو کلونو یې د ولسمشرۍ دنده تر سره کړه.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG