د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له ظلمه ډک قانون ایف سي ار به له منځه ځي'


د پاکستان ولسمشر ممنون حسين ويلي دي چي په قبایلي سیمو کې نافذ د اېف سي ار قانون ظلم دی او د اصلاحاتو له لارې به یې خاتمه وشي.

د پاکستان ولسمشر له دفتره جاري شوې خبر پاڼه وايي د چارشنبې په ورځ په اسلام آباد کي له قبايلي مشرانو سره په خبرو کي نوموړي وویل چې په دې لړ کې د وزیراعظم لخوا ټاکل شوې اصلاحاتي کميټۍ په خپلو سپارښتنو کې دغه سيمو ته د هېواد د اعلا عدالتونو اختيار د غځولو ویلي دي.

د خبرپاڼې ترمخه د جنوبي وزیرستان له مشرانو سره په خبرو کې ممنون حسېن وویل چې د اېف سي ار له ختمولو سره به قبایلی سیمو ته یو نوی قانون ورکول کیږي چې پکې به نه یواځې د قبایلي روایاتو خیال ساتل شوی وي بلکې د دغو سیمو خلکو ته به د ټولو اییني او قانوني حقونو ورکولو ضامن هم وي.

نوموړي همداراز له قبایلي مشرانو سره په ملاقات کې وویل چې د قبایلي سیمو انتظام ښه کولو لپاره وفاقي حکومت اړونده ادارو ته هدایات جاري کړي او د دې ترڅنګ د دغو سیمو لپاره د ځانګړې پرمختیایي پانګې وړاندیز هم شوی چې د قامي مالیاتي کمېشن په راتلونکې غونډه کې به پرې غور کېږي.

ولسمشر ممنون حسېن په دغه موقع هیله وښوده چې د اصلاحاتي کمیټۍ د وړاندیزونو ترمخه قبایلي سیمې له خیبر پښتونخوا سره یوځای کړل شي نو د صحت او تعليم اسانتیاوې به یې هم زیاتې شي.

د ولسمشر له دفتره جاري شوی خبرپاڼه زیاتوي چې په دې لړ کې به په جنوبي وزیرستان کې د ولس د اسانتیا لپاره د نويو تحصیلونو او د قامي شناختي کارډ ادارې (نادرا) د فترونو پرانستلو پشمول برېښناکوټونه (بجلۍ ګریډ سټېشنې) هم جوړول کېږي.

د خبرپاڼې ترمخه ولسمشر ممنون حسېن قبایلي مشرانو ته همدا راز وویل چې په قبایلي سیمو کې به د امنیت ټینګولو لپاره د لېویز ځواک او خاصه دارو شمېره زیاتول کېږي او پکې به د پولیسو په څېر اصلاحات هم کېږي.

ولسمشر زیاته کړه چې د دغو سیمو کوم کډوال لا هم خپلو کورنو ته نه دي ستانه کړل شوي د هغوی د واپسۍ عمل به ډېر زر سرته ورسول شي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه موقع د سرحداتو او ریاستي چارو(سېفران) وفاقي وزیر عبدالقادر بلوڅ هم موجود وو او وې ویل چې حکومت قبایلي ځوانانو ته د روزګار موقعې برابروي او د ګومل زام ډېم په مکملېدو به د سیمې ځوانانو ته په ترجیحي بنیادونو نوکریانې ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG